د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر دیر:په سږنو ټاکنو کې به ډېرې ښځې برخه واخلي


د ۲۰۱۳ په ټاکنو کې په پېښور کې ښځې د رایو کارولو په مهال
د ۲۰۱۳ په ټاکنو کې په پېښور کې ښځې د رایو کارولو په مهال

د خېبر پښتونخوا په بر دیر کې د ټاکنو د کمیشن لخوا ښځو ته د ووټ اچونې لپاره د ځانګړو پولنګ سټیشونو جوړولو روسته تمه ده چې په دغه ضلعه کې به دا ځل ګڼ شمیر ښځې خپل ووټونه استعمال کړي.

په دیر کې د ښځو د حقونو فعالې نجمه فلک د چارشنبې په ورځ مشال ریډیو ته وویل په بر دیر کې کلونه روسته به دا لمړی وار وي چې ښځې به په ډاډه زړه خپلې رایې وکاروي.

''ښځې د مخکې راهسې ووټ ورکول غواړي خو یره ورسره وه چې هسې نه ووټ ورکولو ته لاړې شو نو څه مسله راته پېښه نشي،ښځې ډاډه نه وې،نو ځکه چا ووټ ورکولو ته چا زړه نه ښه کولو کنه ټولې ښځې پوهیږي چې که ووټ استعمال کړي نو داسې څوک به راشي چې مسلې به یې هوارې کړي''

نجمه فلک د الیکشن کمیشن د هغې پریکړې ستاینه وکړه چې تر مخه یې په ټاکنو د ښځو لس فیصده برخه اخیستل لازم بلل شوي دي. هغې وویل ددې فیصلې روسته سیاسي ګوندونه هم مجبور دي چې ښځې ووټونو اچولو ته وهڅوي. همدا راز هر ګوند ته لازمه ده چې پنځه فیصده ښځو ته ټکټونه ورکړي. هغې وویل په بر او کوز دیر کې ښځو ته په ترلاسه شویو سهولتونو کې د الیکشن کمیشن ترڅنګ د سیاسي ګوندونو او د ښځو لپاره د کارکونکو غیرسرکاري تنظیمونو ډېر کار وکړ چې له امله یې ښځو ته دا موقع په لاس ورغله چې په خپل سیمه ایز کلتور کې دننه د رایو مرکزونو ته لاړې شي او رایه ورکړي.

د دیر سره تعلق لرونکې د ښځو د حقونو بله فعاله شاد بیګم وایي خوشاله ده چې ددوي په سېمه کې ښځو ته د ووټ اچولو بهترینه موقع ترلاسه شوه، هغه وایي د ځینو ګوندونو د وقتي ګټو په خاطر د دیر ښځې د سیاست په برخه کې د ستونزو سره مخ وې.

''په بر او کوز دیر او ملاکنډ کې زیاتره وخت هغه پارټۍ په حکومت کې وې چې د خلکو یې د ښځو متعلق منفي سوچونه جوړ کړي دي.حالانکې دغه تنظیمونه په دې سیمو کې د ښځو لپاره جلسې،ټرینګونه او تبلیغونو انتظام هم کولو خو چې د الیکشن وخت به راغې نو هر ګوند به یو بل ته وویل چې تاسو هم خپلې ښځې ووټونو ته مه راپریږدې او مونږ هم نه، نو په دې وجه ښځې د ووټونو له استعمال نه بې برخې وې،خو اوس په خلکو کې ورو ورو شعور راغلې او هغه سلسله ختمه شوه''

د کوز او بر څخه دا ځل دوه ښځینه امیدوارانې هم په ټاکنو برخه اخلي ،شاد بیګم دا لوي بدلون ګڼي او زیاتوي یو وخت په دیر کې ښځې ووټ اچولو لپاره که له کوره وتلې نو یریدلې او اوس په انتخاباتو کې کاندیدې دي.

د هغې په خبره تر څو چې ښځو په عملي سیاست کې برخه نه وي اخیستې تر هغې د ښځو ستونزې نشي حل کیدلی.

په بر دیر کې ۴۴۰۴۱۴ رایي ورکونکي ثبت دي چې په دې کې ۱۷۹۲۸۰ زنانه ووټ ورکونکې دي.

د ۲۰۱۳ په عام انتخاباتو کې په بر دیر کې د ځینو سیاسي ګوندونو لخوا ښځې ووټ اچولو څخه د منع کولو راپورونه مخې ته راغلي و.د تېر کال په دسمبر کې هم په دیر کې په ترسره شو بلدیاتي ټاکنو کې د ښځو لخوا یو ووټ هم نه اچول شوی. ددې روسته ځینو سیاسي ګوندونو او د ښځو د حقونو لپاره کارکونکو تنظمونه سخت احتجاج کړی و. په دغو ټاکنو کې د ښځو لخوا د رایو نه کارولو روسته الیکشن کمیشن د بدلیاتي ټاکنو نتیجې باطلې وبللې او دغلته بیا انتخابات وشول. دا ځل الیکشن کمیشن په بر دیر کې د ښځو لپاره ۱۱۵ د ووټونو ورکولو ځانګړي ځایونه جوړ کړي

XS
SM
MD
LG