پراګ - د پاکستان سپريم کورت د سيند پوليسو مشر ته د نقیب الله مسود په وژنه کې د تورن پوليس افسر راو انوار د نيولو لپاره د دوشنبې تر ورځې وخت ورکړی دی. نن [جمعه] په کراچۍ کې د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې د مقدمې تر اورېدنې وروسته د سيند پوليسو مشر اې ډي خواجه خبريالانو ته وويل چې له عدالته يې دوه نورې ورځې وخت وغوښت تر څو د راو انوار په اړه معلومات ورکړي.
نن د پاکستان سپريم کورټ کراچي څانګې د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود دوژنې مقدمې په لړ کې د سيند صوبې پوليسو مشر اې ډي خواجه ته له هغه وروسته د راو انوار د نيولو لپاره تر دوشنبې ورځې وخت ورکړ کله چې نوموړي عدالت ته باور ورکړ چې راو انوار به ژر ونيول شي. اې ډي خواجه د مقدمې له اورېدنې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل:
((موږ چيف جسټس ته خواست وکړ چې د سي سي ټي وي د ويډیوګانو د جاج اخستلو لپاره دوه ورځې نور وخت راکړي او عدالت تر دوشنبې پورې وخت راکړ او موږ به په دې لړ کې خپل رپورټ په اسلام اباد کې جمع کړو.))
اې ډې خواجه زياته کړه چې د امېګرېشن ادارې داسې هيڅ رپورټ نه دی ورکړی چې ګواکې راو انور له هېواده تښتېدلی دی.
((ښکاره خبره ده چې د ويډيوګانو ارزونه به کېږي او اسلام اباد او کراچي د هوايي ډګرونو ويډيوګانې به ګورو.))
سپريم کورټ د راو انوار لخوا تر دې دمه دوه ليکونه تر لاسه کړي چې يو يې د ازادو او شفافو پلټنو او بل يې د هغه د کنګل شوو بانکي حسابونو د بيا پرانيستلو په اړه و.
۲۷ کلن نقیب الله مسود په کراچي کې د جنورۍ پر دريمه تښتول شوی وی. د نوموړي مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په ښار کې وموندل شو. د سيند صوبې د پوليسو پخواني مشر راو انوار ويلي و چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودی او له پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو، خو وروسته عدالتي پلټنو د راو انوار ادعاوې ناسمې وبللې او وې ښودل چې هغه په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و. له دې وروسته راو انوار له خپلې څوکۍ ليرې کړل شو چې اوس د خپلو نورو ملګرو سره تښتېدلی دی. نوموړی د سپريم کورټ د چيف جسټس پر غوښتنې سربېره عدالت ته نه حاضرېږي.