پراګ - پاکستان طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړانديز هرکلی کړی دی. د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دوی نه يوازې افغان طالبانو ته د ولسمشر اشرف غني د سولې مذاکراتو د وړانديز ملاتړ کوي بلکې يو په يوه هم له افغان طالبانو سره خبرو کولو ته تيار دي.
پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف ويلي چې د کابل لخوا افغان طالبان د يو سياسي ګوند په توګه د منلو د دريځ ملاتړ کوي. نوموړي د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له پانګه والو سره د خبرو پر مهال وويل چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په اصل کې د دوو سياسي قوتونو تر منځ خبرې دي او پاکستان به د دې اقدام ملاتړ وکړي.
د خواجه اصف د دې اعلان په غبرګون کې د افغانستان د سولي عالي شورا مشر غړی قاضي امين وقاد وايي چې پاکستان بايد په دې لړ کې عملي ګامونه پورته کړي.
((که پاکستان صادقانه رول ولوبوي نو دغه اوږده غميزه به لنډه شي او دا به هم د طالبانو لپاره د پت او عزت وسيله وي او هم د افغان ولس لپاره د ارامۍ او ساه اخيستلو يو فرصت وي.))
وقاد زياتوي که پاکستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي نو د دواړو هېوادونو تر منځ به ترينګلي اړيکې ورغېږي او بلخوا به په سيمه کې اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شي.
افغان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې پر ورځ د کابل پروسې غونډې ته ويلي و چې طالبانو ته بې له څه ډول شرطه د سولې د خبرو وړانديز کوي. نوموړي زياته کړې وه چې که چيرې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني نو هغوی به د سیاسي ګوند په توګه وپېژني.
د کابل پوهنتون د سياسي علومو د څانګې ښوونکی او د سيمه ييزو چارو شنونکی پروفېسر ودير ساپی د پاکستان دا اعلان پر دې هېواد د امريکا او نړيوالې ټولنې د فشار لامل ګڼي خو زياتوي چې د ولسمشر غني په وړانديز کې بې له دې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، ډېر ټکي د پاکستان او طالبانو د غوښتنو عکاسي کوي.
((د پاکستان د دې اعلان معنا دا ده چې د سولې خبرو او اوربند ته يو بل ګام نږدې کېدل سړی باوري کوي خو شرط يې دا دی چې دا اعلان تش په وينا کې پاتې نه شي بلکې عملي کار ورباندې وشي.))
افغان حکومت او امريکا له ډېره وخته پر پاکستان تور پورې کوي چې د وسله والو طالبان ملاتړ کوي او هغوی ته يې پر خپله خاوره خوندې پټنځايونه ورکړي دي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي او وايي چې د افغان حکومت په مشرۍ په دې هېواد کې د سولې پروسې ملاتړ کوي.