د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوی د ترهګرۍ پر مخنيوي او نورو موضوعاتو له پاکستان سره خبرې کوي


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو لوړ رتبه پلاوی نن په دويمه ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ د مخنيوي په ګډون پر يو شمېر نورو موضوعات خبرې کوي. له دې وړاندې تېره اوونۍ پاکستاني پلاوي هم کابل ته سفر کړی و او هلته يې د ترهګرۍ د مخنیوي، سولې او پخلاینې، افغان کډوالو، او اقتصادي ودې په اړه له افغان چارواکو سرهغږېدلی و او د مذاکراتو د لړۍ پر جاري ساتلو يې موافقه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوی په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ترينګلي شوي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره "د سولې او یووالي د عملي پلان" په چوکاټ کې پر پاتې مواردو بحث او توافق وکړي.

د نوموړي په خبره له ترهګرۍ سره د مخنیوي په لړ کې پر همکارۍ، سولې او پخلاینې، د افغان کډوالو ستنېدنې او اقتصادي ودې پر دغه ګډ پلان کار پیل شوی او یو لړ پرمختګونه هم شوي دي.

له دې وړاندې د فبروري پر دريمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټرې تهمینه جنجوعه په مشرۍ يو پاکستانی پلاوی ته تللی و او هلته يې له افغان چارواکو سره پر همدې موضوعاتو خبرې کړي وې. هغه مهال دواړو غاړو د بحث پر جاري ساتلو ټینګار کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل وايي چې تېره ورځ دواړه لوري د سولې او يووالي د عملي پلان په اړه پر ځینو مسایلو موافقې ته ورسېدل خو تر اوسه لا هم ډېر داسې مسایل پاتې دي چې ورباندې بحث وشي او همغږي رامنځ ته شي.

په اسلام اباد کې د سيمه ييزو چارو شنونکی او د پاکستان پخوانی سفير اياز وزير وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو لويه ستونزه بې باوري ده خو د نوموړي په خبره د پلاوو تګ راتګ د ستونزو په هوارولو کې زياته مرسته کولای شي.

نوموړی وايي، دا وخت د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې نه دي خو نه ليدو او نه خبرو په پرتله تګ راتګ او ملاقاتونه اغېزمن تمامېدای شي.

خو د کابل پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو شنونکی ودير ساپی که څه هم د خبرو او تګ راتګ ارزښت مني خو وايي، تر هغه وخته په اړيکو کې پرمختګ نه شي کېدای تر څو د خبرو نتيجې ولس ته په ډاګه شوي نه وي او عملي شوي نه وي.

د نوموړي په خبره که پاکستان په خپل بهرني سياسي تګلارې ته له سره کتنه وکړي نو حالات پر سم لور تلای شي.

افغان پلاوی له هغه وروسته اسلام اباد ته تللی دی چې د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وېس احمد برمک او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی اسلام اباد ته تللي وو او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې. له دې سفر وروسته افغان ولسمشر اشرف غني وویلچې پاکستان د طالبانو مرکز دی او باید پرضد يې ګامونه پورته کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل دا خبره رد کړې او ويلي يې و چې د پاکستان پرخاوره د وسله والو پټنځایونه وجود نه لري.

XS
SM
MD
LG