د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله: تعلیم په ښځینه او نارينه برابرۍ کې ستر رول لري


ملاله يوسفزۍ د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې ته وينا کوي
ملاله يوسفزۍ د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې ته وينا کوي

پراګ: د خېبر پښتونخوا له سوات سره اړه لرونکې د نوبېل جایزه ګټونکې د تعلیم نړيوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ پر ښځو غږ کړی چې د خپل ښه راتلونکې يا خپل حق تر لاسه کولو لپاره مبارزه وکړي.

نوموړي نن [پنجشنبه] د سويټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم په ۴۷مې کلنۍ غونډه کې د وينا پر مهال وويل چې ښځو اوس دا احساس کړی دی چې د دوی په ژوند کې د بدلون لپاره د دوی غږ ډېر اړين دی.

''ما ډېره موده وړاندې د ملګرو ملتونو په خپله وينا کې دا ويلي ول چې اول به موږ له نارينه وو غوښتنه کوله چې زموږ لپاره څه وکړي خو اوس هغه وخت تېر شوی دی. موږ اوس له نارينه وو نه غواړو چې په نړۍ کې بدلون راولي. موږ اوس دا پخپله کولای شو. موږ اوس پخپله د ځان لپاره غږ پورته کولای شو او په نړۍ کې بدلون راوستلای شو. نو زه ښځې او نجونې هڅوم چې د امتيازي چلن او په ټولنه کې پر دوی د کېدونکي تشدد پرضد غږ پورته کړي.''

په ډېووس کې د نړيوال اقتصادي فورم څلور ورځنۍ غونډه د سې شنبې پر ورځ پېل شوه چې د نړۍ له ۶۰ زیاتو هیوادونو او حکومتونو مشران، په سلګونو سوداګریز مشران، اکاډیمیک شخصیتونه، د مدني ټولنې استازي او مشهور شخصیتونه برخه اخلي.

ملالې دغې کلنۍ غونډې ته په وينا کې زياته کړه چې د ښځو او نارينه وو ترمنځ برابري راوستو کې تعليم مهم رول لوبولای شي.

"له پیله که موږ په ښوونځيو کې ماشومانو ته د برابرۍ په اړه ښوونه وکړو نو په دوی کې به دا احساس پرمختګ وکړي چې نجونې او هلکان يو شان حقونه لري. نو زه فکر کوم چې تعليم د برابرۍ په پېغام خورولو کې مهم رول لوبولای شي."

ملالې پر دې مهال د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د تعليم پر ارزښت هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې هغه تر خپله وسه هڅه کوي چې نجونې په ښوونځيو کې داخل کړي خو د هغې په وينا هغه په دې لړ کې د نړۍ بېلا بېل مشران، تاجران، غېر او حکومتي تنظيمونه هڅوي چې د نجونو په تعليم کې پانګونه وکړي.

ملاله يوسفزۍ د خېبر پښتونخوا له سوات سره تعلق لري. په ۲۰۱۲م کال کې وسله والو پر هغې په داسې حال کې ډزې وکړې چې نوموړې په سوات کې له ښوونځي کور ته روانه وه. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد مسوليت واخيست. په دې بريد کې هغه سخته ژوبله شوه او بريتانيه ته د درملنې لپاره ولېږل شوه. تر درملنې وروسته نوموړې هملته پاتې شوه او د تعليم لپاره د مبارزې تر څنګ يې خپلې زده کړې هم جاري وساتلې.

ملالې یوسفزۍ ته د تعلیم لپاره پر مبارزه په ۲۰۱۴م کال کې د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG