د خبريالانو د خونديتوب د نړيوالې کمېټې لخوا له بيان وروسته پېښور پرېس کلب او خېبر يونين اف جرنلسټس هم د اعلاميې په خپرولو سره د مشال راډيو د دفتر پرانيستلو لپاره غږ پورته کړ. دواړو اتحاديو په خپرې شوې اعلاميې کې ويلي چې د رسنيو د ادارې په تړلو سره ستونزې نه هواريږي بلکې دا د غلامۍ د دور امرانه چلن دی چې د بيان ازادي سلبوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په جمهوري دور کې دا ډول اقدامات د جمهوريت نوم بدوي او دا به د قلم د سپېڅلتيا ژغورونکي او د صحافت د ازادۍ مبارزه کوونکي په هيڅ توګه ونه زغمي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، که چېرې د مشال راډيو د خپرونو په اړه يو ډول نيوکه يا ستونزه وي نو هغه د اړونده ادارې له مشرتابه سره د خبرو اترو له لارې هوارېدای شي ځکه له دې ادارې سره تړل شوي خبريالان د هېواد ګټې په پام کې ساتي. خبرپاڼه زياتوي، که په دې لړ کې د خبريالانو د تنظيمونو اړتيا پېښه شي نو دوی به خپل خدمات ونه سپموي.
خبرپاڼه په پای کې غوښتنه کوي چې د مشال راډيو دفتر دې بېرته پرانيستل شي تر څو له دې ادارې سره کارکوونکي خبريالان له بېکارۍ وژغورل شي او د جمهوري اړتياوو سره سم د صحافت ازادي باوري وګرځول شي.
تر دې وړاندې د جمعې پر ورځ ناوخته د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې ادارې په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر تړل په پاکستان کې “د صحافت ازادۍ ته یو ګواښ” وباله. د اسیا لپاره د یادې ادارې مشر سټیون بټلر په خپل بیان کې ویلي دي چې مشال راډيو په پاکستان کې د معلوماتو یوه مهمه سرچینه ده. نوموړي غوښتنه کړې چې مشال راډیو باید بې د حکومت له نور فشاره په دې هیواد کې خپل کار پر مخ وړلو ته پریښودل شي.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر وتاړه. د یاد وزارت له خوا په ورکړل شوي بیان کې د مشال راډیو د دفتر تړلو لامل پر راډیو له نشرېدونکو خپرونو ناخوښي ښودل شوې او تور پورې شوی چې مشال راډيو داسې خپرونې کوي کومې چې د دې هېواد د ګټو پرضد دي خو د ازادي اروپا راډيو عمومي مشر تامس کینټ په دې غبرګون کې ويلي چې مشال راډيو په پاکستان کې د خپلو اورېدونکيو لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو مهمه سرچينه ده او د هيڅ هېواد له استخباراتي شبکو سره تړاو نه لري.