د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۶۹ کسان په اېچ ای وي اخته دي


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دې ولایت کې۶۹ کسان په اېچ ای وي وایرس اخته دي.

خو د دوی په وينا، ددې وايرس پر وړاندې د کرکې او حساسیت له کبله لسګونه نور کسان چې ممکن ده په اېچ ای وي اخته وي ، پټ دي.

د یکشنبې په ورځ د عامې روغتیا رييس محمد حبیب شاه انصاري په خوست کې د ایډز پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې د لمانځغونډې په څنډه کې مشال راډيو ته وویل، که دوی ته خلک د اېچ ای وي معايناتو لپاره ورشي نو ښايې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر زيات شي.

ډاکټر ګل احمدشاه، چې د عامې روغتیا په ریاست کې دنده لري، له هغو خلکو دی چې داېچ ای وي وايرس نښې نښانې په ځان کې ویني، غوښتنه کوي، چې د یادې ناروغی د تشخیص او درملنې مرکز ته دې مراجعه وکړي.

په یو کوټه کې د ژوند کولو، په یوه حوض کې د لامبو وهلو، په یو دسترخوان د ډوډۍ خوړلو له لارې ایډز یو بل ته نه انتقالیږي

د ده په وینا چې په یاد مرکز کې د ناروغانو هویت پټ ساتل کیږي:

((په دې ناورغی هغه کسان چې تر اوسه له موږه پټ دي او د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته مراجعه کوي، د ملګرو ملتونو روغتيا ادارې ډبيلو اېچ او له مخې هم د دې ناروغانو شمېر زیات دی، خو موږ سره د حاضرینو تعداد کم دی، پر هغوی ږغ کوو چې په خوست کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې مرکز جوړ شوی دی، د دوی راز خوندي دی او حتی دوی لپاره موږ د کرايې پیسې هم لرو.))

په خوست کې د اېچ ای وي مرکز ولایتي مسوول ډاکټر محبت سعیدي وايي، تر اوسه پدې وايرس اخته ډېریو کسانو دوی ته د درملنې او تشخیص لپاره مراجعه نده کړې:

((په لسګونو په خوست او د زون په کچه د اېچ ای وي د مثبتو واقعاتو کسان شته، چې دوی موږ ته نه راځي، دلته د دې ناروغی په مقابل کې شدیده کرکه موجوده ده، دوی هم له دې کبله چې راز يې افشاء نه شي، موږ له د معايناتو لپاره نه راځي.))

په افغانستان کې د ایډز ناروغی د لېږد مهم لاملونه نامحفوظه جنسي اړیکي، د ککړو پېچکاریو کارول او د وینې انتقال دی.

اېچ ای وی یو ډول وايرس یا مېکروب دی چې که مخنیوی او علاج یې ونشي نو په اېډز ناروغۍ اوړي.

د اېډز پر ضد شدیده کرکه موجوده ده، هم له دې وجې خلک نه راځي چې راز افشاء نه شي. ډاکټر محبت سعيدي

دا وايرس د بدن د دفاعي سېستم خرابوي او له همدې کبله بیا بدن نشی کولای چی د کوم میکروب یا وایرس ضد مبارزه وکړی.

روغتیا پالان وايي د لاس ورکولو، په یو کوټه کې د ژوند کولو، په یوه حوض کې د لامبو وهلو، په یو دسترخوان د ډوډۍ خوړلو له لارې ایډز یو بل ته نه انتقالیږي، یانې د ایډز ناروغان کولای شي د خپلو کورنیو سره په یوه کور کې ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG