د بلوچستان د کوټې په پښتون اباد سیمه کې د ځایي خلکو په وېنا،د ماشومانو ورک کېدل یوه لویه ستونزه ده.د دوي په خبره،د ستونزې لوی علت د مېندو او پلرونو بې غوري ده،چې له وجې یې دوي بیا په خپلو بچیانو پسې سرګردانه ګرځي او کله کله خو ګرسره خپل ماشومان له لاسه ورکړي.
پښتون اباد کې که سړی وګرځي،نو هرومرو به له جوماته یو نه یو اعلان واوري چې یو ماشوم ورک دی،دا قیسمه ګونه (رنګ او شکل) یې دی او دا قیسمه جامې یې اغوستې دي.لومړي سر کې خو ما هم دومره چوړت نه شو کې بند،خو نږدې له تېرې یوې میاشتې راهیسې چې یوه نه بله ورځ او کله کله په یوه ورځ کې سې پسې څو څو داقیسمه اعلانونه مې اورېدل معمول جوړ شو،نو راپورته شوم او خپل مایک او ریکارډر مې سنبال کړ چې ستونزه رپورټ کړم.
د پښتون اباد له مشهوره تارو چوک (څلور لارې) سره نږدې له یو دوکاندار خېرالله سره چې کښېنستلم نو دا قیسمه پوښتنې مې په ذهن کې ولې چې دا اخیر ولي؟ماشومان څله ورک کېږي؟څوک یې ورک کوي؟پخپله او که څنګه؟که پخپله نو اخیر ځنګه؟
ده (خېرالله) چې خبره پېلوله نو و یې خندل او بیا یې وویل چې عجبه اتفاق دی.ته پر دغې ستونزې له ما سره خبرې کولو ته کښېنستې او زما څنګ ته دوکان کې یو ورک ماسوم موجود دی او له سهاره ناست دی،خو خپلوان یې نه معلومېږي.خېرالله مخته په خبرو شو:
«د دې لویه وجه د مېندو او پلرونو بې غوري وي.دوي یا خو خپل بچیان له ځان سره رهي کړې وي او پر سړک روان وي،چې ناڅاپه ماشوم ورڅخه ورک شي او یا بیا ماشوم په خپل سر له کوره ووځي او بیرته د کور لاره ورڅخه ورکه شي.بس،بیا نو په لسګونه کوڅې دي،په زرګونه رکشې او په لکونه خلک ګرځي او را ګرځي؛چرې به یې پېدا کوې؟»
«نه،ټیک شو.دا هر څه پر خپل ځای،خو یواځې پښتون اباد کې ولې دا ستونزه لویه ده،بل ځای کې ولې نه؟»زما بله پوښتنه دا وه چې په ځواب کې یې د خېرالله ځواب وو:
«وجه دغه ده چې زموږ پښتانه بې تعلیمه خلک دي.پښتون اباد کې زیات خلک بې سیواده دي.نو چې څوک تعلیم نه ولري او بیا «ماشاالله» بچیان هم په لسګونه راوړي،نو بیا خو به دا پرېشانۍ خامخا وي.اوس که ته نورو سیمو او خلکو (پنجابیان او نورو) ته ورشې،نو خېر خېریت به وي،مګر پښتانه او په تېره بیا پښتون اباد به په دې غم ککړ وي»
له خېرالله سره له خبرو کولو وروسته څنګ ته دوکان ته ورغلو چرته چې یو ماشوم ناست وو او نږدې وو چې په ژړا وو. له سهاره ورک او په دغه دوکان کې ناست وو. دا ښه وو چې د دغ دوکاندار په لاس ورغلی وو چې له ورایه ډېر ښه او مرستندویه کس معلومېدی. نوم یې علي محمد وو.ده وویل:
«دا کوچنی پر سړک را روان وو او لاره ورڅخه ورکه وه.زموږ سر په خلاس شو.کوچنی مې په دوکان کې کښېنولی او نور خلک مې هم په خبر کړل.راته ویلې دي چې د ملالۍ کره،که نه یم خبر د چا کره راغلی دی.د یوه ورور نوم یې نعمان او د بل هاشم دی.زه له سهاره حال پسې کوم.یو څه نخښه مې پېدا کړېده.هیله ده چې تر خپلوانو ورسېږي،خو خدای مه کوه،که څه نه وشو،نو دغه دی له ما سره دی او سنبالوم به یې»
له ماشوم سره مې د خبرو کولو ډېره هڅه وکړه،خو یواځې دومره یې راته وویل چې نوم یې ارسلان دی.له شکل او رنګه یې عُمر خوا وشا ۳ یا ۴ کاله معلومېدی،ځکه یو خو وړوکی وو او بل سخت د پرېشانۍ په حالت کې وو.
چې کله موږ پر دغې کیسې په خبرو لګیا وو،نو هم هغه ګړۍ د سیمې یو سپینږیری او مشر حاجي سردار محمد دوکان ته راننوتلی. پلرونو او مېندو ته سخت په غوسه وو:
«چې سنبالولی یې نه شۍ،نو پېدا کولی یې ولې؟ته باور وکړه،د پښتون اباد اوسېدونکیو یوه سوزکۍ ګاډۍ د دغ کار لپاره نیولې ده او لاوډ سپیکران یې په کې لګولې دي.همېش د دوي کوچنیان ورک وي او همېش دوي دغه سوزکۍ پر کوڅو کوڅو ګرځوي او د ماشومانو د ورکېدلو اعلانونه کوي.خدای پاک دې دغه مېندو او پلرونو ته هدایت وکړي»
له دغه دوکان او هلته ناستو خلکو په دې هیله روخصت شوم چې د ارسلان په نامه ورک شوی ماشوم به ډېر ژر تر خپلوانو ورسېږي او نور به خلک له خپله لاسه پېدا کړې ستونزې د هوارۍ لپاره پخپله پاملرنه وکړي،ځکه چې دا ستونزه د دوي له لاسه پورته شوې او یواځې او یواځې،هم د دوي په لاسونو به د حل خواته ځي.