د لاسرسي ځای

تازه خبر

استنبول کې د افغان سولې لپاره غونډه



انټرنیشنل هیرالډ ټریبیون ورځپاڼه ليکي که څه هم په استنبول کې نور خلافت نه دی موجود، خو اوس هم یاد ښار په مذهب د یقین لرونکو لپاره ډېر مهم دی. په روانه اوونۍ کې د پاکستان، بریتانیا او انډونیشیا نه مذهبي عالمانو په افغانستان کې د شخړې په اړه د خبرو اترو لپاره په یاد ښار کې له یو بل سره و لیدل.


ورځپاڼه ليکي که څه هم ورته د طالبانو نه د ویرې له امله ویل شوي وو چې د ګډون والو نومونه باید څرګند نه شي، خو د ورځپاڼې په خبره داسې نه ښکاریدل چې د حقیقت بیانولو نه څوک ویرېدل.

ورځپاڼه زیاتوي په ملاقات کې زیات زور په دې خبره و چې دغه مفکوره دې بدله شي چې په افغانستان کې جګړه د طاقت تر لاسه کولو کوشش نه بلکې یوه مقدسه جګړه بلل کیږي.

ورځپاڼه ليکي په یوه کمره کې د یو ښه فکر کسان راټولولو سره د غونډې ترتیب کونکي دا باور لري چې په هغه کار کې بریالي شول چې د قامونو انتظامیې په کې ناکامه شوې دي.

ورځپاڼه د کانفرنس د جوړونکي پروفیسر په حواله ليکي چې مشن یې افغانان د خپلو خلکو سره له جګړې منع کول دي. او د هغې لپاره یې یوه نیغه لاره ده. هغه دا چې لوړ پوړي افغان ملایان د نړۍ د اسلامي مذهب پوهانو سره د ځانمرګي بریدونو، ولسي وګړو په نښه کولو، د قدیمي آثارو د تباه کولو او د کورني تشدد په باب د خبرو لپاره ملاقات وکړي.

ورځپاڼه ليکي د دې هفتې په کانفرنس کې د قوي ټکو یو مفصل قرارداد مخی ته راغلو چې په کې دغه خبره بیا تایید شوه چې اسلام د نړیوالو بشري اصولو سره سم مذهب دې او په افغانستان، پاکستان او ګاونډي هیوادونو کې په مذهبي ادارو د تشدد په ختمولو غږ وشو.

دغه دستاویز به په افغانستان کې په 160000 جماعتونو کې ویشل کیږي چې دا ډول په پراخه کچه خلکو کې دغه سوچ پیدا کړل شي.


بلخوا نیو یارک ټایمز ورځپاڼه ليکي په دا ورستیو ورځو کې په لاهور کې د ښار د ادبي مېلې لپاره په زرګونه کسان راغونډ شول چې په تقریب کې د ناول نګارانو سره وويني او خبرې یې واؤري.

ورځپاڼه ليکي دغه مېلې د موسیقي د یو تقریب او د پوهانو د تقریب د یو ځای نظاره ورکوله. چې د داخلې لپاره خلکو یو بل ته دهکې ورکولې.

ورځپاڼه په نړیواله کچه د پاکستان د ادب کامیابي په ګوته کولو سره لیکي د اردو ژبې نهه اتیا 89 کلن لیکوال انتظار حسین د روان کال د مېن بروکر پرایز ایوارډ لپاره د نورو لیکوالانو تر څنګ و نومول شو. په یاده مېله کې د ځینو ګډون والو لپاره دا د پاکستان د یو وګړي په هیڅ د کامیابي لمانځلو یوه موقع په لاس ورکوي.

ورځپاڼه ليکي یو سړي لیکوال محسن حامد ته وویل چې د پاکستان لپاره د فخر باعث دی. او دا پیغام ورکوي چې د هیواد خلک ترهه ګر نه بلکه عادي انسانان دي.

د ورځپاڼې په خبره په یاده مېله تنقید هم وشو. تنقید کونکو وویل چې په یاد تقریب کې زیاته توجه په انګریزي ادب وه چې د پاکستان د تقریباً 190 ملین خلکو ډېره لوه برخه پرې نه پوهیږي.

ورځپاڼه په ورستیو کلونو کې کلتور ته رسېدلې زیان په ګوته کولو سره لیکي چې د اسلام ضد ویډیو تر خپرېدلو وروسته په لاهور کې بیلا بیلې سینیما ګانې و سوځول شوې. ورځپاڼه ليکي په هیواد کې چې د تعلیم شرح ډېره کمه ده، په لوړه کچه د ادبي هلو ځلو په اړه اندېښنې موجودې دي. خو بیا دغه ادبي تقریب د ښار یو نوی تصویر څرګندوي.
XS
SM
MD
LG