دا تازه بریدونه په طرابلس کې ۲۴ ګنټې وړاندې د ناټو د سختو هوایی بمبارۍ ورسته مخې ته راغلي.
د لیبیا د سرکاري ټي وي په خبره له دې نه مخکیني برید کې د وژل شوو شمیره ۱۹ تنو ته رسیدلې.
امریکا ویلي معمر قذافی به په زوره د واک نه لرې کوي
بلخوا امریکایي ولسمشر باراک اوبامه او د برتانییا وزیر اعظم ډیویډ کیمرون به نن په لندن کې په کیدونکې غونډه کې په معمر قذافي په ګډه د زور اچولو هڅه کوي، چې واک پریږدي.
د دواړو هیوادونو مشران به خبرې اترې کوي او په ویسټ منسټر هال کې د اوبامه د وینا نه مخکې به یو ګډ خبری کانفرنس هم کوي.
باراک اوبامه دا وخت د اروپا د ۴ هیوادونو په سفر دی.