د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس وبا: اروپايي هېوادونه بندیزونه نرموي


اېټالیا کې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له یو بل سره له نېږدې تماسه ډډه وکړي.
اېټالیا کې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له یو بل سره له نېږدې تماسه ډډه وکړي.

د اروپا په ځینو هېوادونو کې، چې کورونا وایرس ډېر ځپلي، حکومتونه هڅه کوي چې بندیزونه تر یوه حده نرم کړي.

په هسپانیا کې ماشومان د اپرېل پر ۲۶مه تر شپږ اوونیو وروسته د لومړي ځل لپاره له کورونو څخه ووځي.

د هسپانیا وزیراعظم د څو نورو اروپايي هېوادونو په شان پرېکړه کړې چې د کورونا وایرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره محدودیتونه نرم کړي.

پیدرو سانچېز اعلان کړی چې ماشومانو ته اجازه ورکوي چې د لویانو تر څار لاندې د یو ساعت لپاره ووځي خو د خپلو کورونو له شاوخوا څخه باید یو کېلومیټر لیرې لاړ نه شي.

د پلازمېنې مدرید اوسېدونکيو، چې بندیز ستومانه کړي دي، د حکومت د پرېکړې تر اعلان وروسته، د اپرېل ۲۵مې پر ماښام د خپلو کورونو په اپارتمانونو کې لوښي وکړنګول.

هلته روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د محدودیتونو ژر پای ته رسېدا کېدای شي چې پر پراخ کچ د وایرس خپرېدو ته زمینه برابره کړي او د محدودیتونو له وجې لاسته راوړنې ضایع شي.

خو سانچیز وویل چې ۱۴ کلن او تر دې کشر ماشومان به د بندیزونو په نرمېدو خوشاله شي.

د اپریل میاشتې په پیل کې په هسپانیا کې د کورونا وایرس له کبله د مړینو شمېر خورا لوړ شوی وو.

بیلجیم او اېټالیا هم بندیزونه نرموي

بیلجیم هم د بندیزونو د تدریجي کمولو پلان وړاندې کړی دی.

د هغه هېواد حکومت وايي چې د مې له څلورمې څخه په روغتونونو کې د غیر ضروري درملنو برخې پرانېزي او دغه راز د ټوکر جوړولو او ماسک جوړولو پلورنځیو ته د کار د پیلولو اجازه ورکوي.

اېټالیا به هم د مې له څلورمې نېټې بندیزونه نرم کړي.

خو د هغه هېواد چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د بندیزونو له نرمېدو سره سره له یو بل سره له نېږدې تماسه ډډه وکړي.

حکومت وايي، په ځانګړو استوګنځایونو کې اوسېدونکو زړو خلکو، پولیسو، حکومتي چارواکو او د ټرانسپورټي وسایلو کارکوونکو ته وړیا ماسکونه ورکوي.

په اېټالیا کې د اروپا د بل هر هېواد پرتله پکې ډېر کسان د کورونا وایرس ناروغۍ وژليږ

هغه هېواد د اپرېل پر ۲۵مه د ۴۱۵ کسانو د مرګ خبر ورکړ چې ورسره هلته د مړو شمېر تر ۲۶ زره لوړ شوی دی.

په فرانسه کې حکومت پرېکړه کړې چې د مې له ۱۱ څخه بندیزونه نرم کړي.

په برتانیا کې. چې پکې کورونا وایرس د مړینو شمېر تر ۲۰ زرو اوښتی، حکومت لا د بندیزونو د نرمولو اراده نه لری.

د اروپا ځینو هېوادونو د محدودیتونو نرمولو اعلانونه پر داسې مهال کړي چې په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ - ۱۹) څخه د وژل شویو شمېر تر دوه لاکه اوښتی دی.

په دوی کې تر ټولو زیات کسان په امریکا کې مړه شوي دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، په امریکا کې شاوخوا نهه نیم لاکه خلک کورونا وایرس وهلي چې پکې تر ۵۳،۰۰۰ زیات وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG