د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چینار کډوالو پېښور کې احتجاجي مظاهره کړې ده


د پاړه چینار لسګونه کډوالو د نومبر پر ۱۶مه په پېښور کې مظاهره وکړه.
د پاړه چینار لسګونه کډوالو د نومبر پر ۱۶مه په پېښور کې مظاهره وکړه.

د کورمې له پاړه چیناره ۱۵ کاله مخکې بېکوره شویو خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو لپاره مظاهره کړې ده.

د هغو کورنیو غړو د تېرو کلونو په څېر دا ځل هم د نومبر پر ۱۶مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج کې له حکومته غوښته وکړه چې په "درناوي" دې یې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي او ورته دې له ژمنې سره سم د ړنګو او زیانمنو کورونو تاوانونه ورکړي.

په کورمه کې په ۲۰۰۷ز کال کې تر فرقه ییزو نښتو وروسته له پاړه چیناره ۸۵۰ کورنۍ اېستل شوې وې. د هغو کورنیو غړي هر کال د نومبر پر ۱۶مه په نښتو کې د وژل شویو په یاد ورغونډېږي او خپلې غوښتنې هم تکراروي.

د پاړه چینار د هغو اغېزمنو کورنیو یوه مشر حاجي دولت خان مشال راډیو ته وویل، حکومت دې یې د ستنولو انتظام وکړي ځکه چې له یوې نیمې لسیزې راهیسې په بېلابېلو ځایونو کې مېشت دي. دی وايي، انتظامي چارواکي دې د کورنیو تر ستنولو وروسته هلته د خلکو ترمینځ د باور جوړونې هڅې وکړي چې فرقه ییز اختلافات پای ته ورسي.

د احتجاج ګډونوالو مشال راډیو ته وویل حکومت دې د مري موافقه عملي کړي - د نومبر ۱۶مې انځور.
د احتجاج ګډونوالو مشال راډیو ته وویل حکومت دې د مري موافقه عملي کړي - د نومبر ۱۶مې انځور.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه چې پکې د بې کوره خلکو خپلو کلیو ته ستنول او ابادول تر ټولو مهمه نکته وه. په موافقه کې د پخوانیو اسنادو (کاغذات مال) او د پښتنو د دود پر اساس د ځمکو د لانجو د هواري پرېکړه هم شوې وه خو هغه دواړه کارونه لا نه دي شوي.

د احتجاج یو بل ګډونوال او مشر حاجي مرجان ځاځي د نومبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، دا د حکومت ذمه واري ده چې هغه موافقه عملي کړي. دی زیاتوي چې حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د پاړه چینار اغېزمنې کورنۍ ستنې کړي.

موږ د احتجاجیانو د غوښتنو په اړه له ضلعي انتظامیې سره رابطه وکړه خو دریځ مو یې ترلاسه نه کړای شو، البته د کورمې ډېپټي کمېشنر واصل خان خټک په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت په "درناوي" د ټولو اغېزمنو کورنیو ستنولو ته تیار دی.

په کورمه کې د ۲۰۰۷ز کال له اپرېله د ۲۰۱۱ز کال تر جون پورې نهه فرقه ییز جنګونه شوي ول چې پکې د شاوخوا ۵۲ سیمو بېخبنا (انفراسټرکچر) ړنګه شوې وه او ۲۲،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې.

د ۲۰۰۸ز کال په ډېسېمبر کې په مري کې د سولې موافقه وشوه خو د ۲۰۱۱ز کال په اکتوبر کې یې له عملي کېدو سره سم، خپلو کلیو او کورونو ته د بې کوره خلکو ستنېدو بهیر پیل شو.

البته د پاړه چینار ترڅنګ د یعقوبیو، ابراهیمزیو، شلوزان تنګي، سنګ بست، بغرې، بنیامین (ځايي خلک یې بلیامین بولي)، بالشخېلو او د یوشمېر نورو سیمو سلګونه کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG