د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډیدو پرضد بیا تحریک پیل شوی


د قبایل تحفظ مومنټ مشران. تصویر له ارشیف
د قبایل تحفظ مومنټ مشران. تصویر له ارشیف

د قبایل تحفظ مومنټ په نوم ډله وايي، چې دوی د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډیدو پرضد په ټولو نویو قبایلي ضلعو کې د احتجاجي غونډو تازه لړۍ پیل کړې ده.

دوی وايي فاټا انظمام د قبایلو په خوښه نه دی شوی او مه هم ورسره د انظمام په وخت کړې وعدې پوره شوې دي. دوی لومړی په مکین او دره ادم خېلو کې غونډې کړې او د اګست پر ۲۶مه به پر رینګ روډ پیښور کې هم یوه غونډه کوي.

د فاټا تحفظ مومنټ یو مشر سردار اصغر اپرېدی وايي، له پاکستان سره د قبایلي سیمو الحاق شوی وو خو اوس یې په غیر اییني انظمام د دوی آزاد حثیت ورختم کړ.

''زموږ چې له حکومت پاکستان سره کومې لوظنامې شوې وې هغه یی راسره معطلې کړې دي، په قبایلو کې بدلون د صدر پاکستان په فرمان [ایګزیکټیو آرډر] باندې ممکن وو هغه په دې صورت کې چې اول به یې د قبایلو جرګه راغوښتې وی او د هغوی د مشاورت پر بنیاد به یې فرمان جاري کولی.''

د قبایل تحفظ مومنټ د ځوانانو څانګې مشر ابو سفیان مسید بیا د قبایلي سیمو لپاره د جلا صوبې غوښتنه کوي. نوموړی زیاتوي د قبایلي ولس د پرمختګ یواځینۍ لار قبایلستان صوبه ده او د دې لپاره یې تازه هڅې پیل کړي دي.

د فاټا په خیبر پښتنوخوا کې له ورګډېدو پس په ډېری قبایلي سیمو کې د ناامنیو بیا بیا پېښې هلته د ولس یوه مستقله اندېښنه ګرځېدلې ده. همدا خبره افراسیاب اپریدی کوي، دی زیاتوي اوس هم په هدفي بریدونو کې خلک وژل کیږي او پته یې نه لګېږي.

نوموړی زیاتوي: ''زیاتره قبایل اوس هم بې کوره دي، موږ خو لا په خپل ځای شوي نه وو او موږ یی شپه په شپه ضم کړو، دا موږ ته نه ده منظوره، پکار ده د هر ډول بدلون په اړه د قبایلو رایې ته ارزښت ورکړل شي.''

خو واکمن تحریک انصاف بیا وايي چې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو سره قبایلي ولس ته ډېرې ګټې ورسېدلې. د دوی په وینا صوبایي حکومت یې د صوبایی اسمبلې څوکیو لپاره انتخابات کړي دي، د پولیسو او عدالت نظام یې ورغځولی دی او په مرحله واره توګه به هغه ټولې ولسي ادارې وروغځوي چې د صوبې په نورو بندوبستي ضلعو کې فعاله دي.

د یاد یادې پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړی او د قبایلي او سرحدي چارو سیفران پارلیماني سېکرېټري اقبال اپرېدی وايي، د نوي نظام مخالفت یوازې هغه خلک کوي چې په زاړه ایف سي آر نظام کې یې مراعات لرل.

نوموړی زیاتوي: ''په تېر ۷۰ کاله کې قبایلو د پرمختګ لپاره داسې منصوبه بندي نه وه شوې لکه اوس چې تر انظمام وروسته روانه ده، پخواني نظام کې به ملکانو او قومي مشرانو په هر ډول وسایلو او مراعاتو قبضه وه او د پولیټیکل ایجنټ په مرسته به یې عام ولس له پرمختیایی سکیمونه نه ورکول، اوس موږ پر دې باندې له هر چا سره بحث ته تیار یو چې له انظمامه پس په قبایلي ضلعو کې ډېر بدلون راغلی دی.''

بلخوا پېښور های کورټ له مرکزي او صوبای حکومتونو ځواب غوښتې چې د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره یې په قامي مالیاتي کمیشن کې د ۳ فیصده برخې ژمنه تر اوسه ولې نه ده پوره کړې؟ عدالت دا پوښتنه د تحریک اصلاحات پارټۍ د مرستیال مشر حبیب نور اورکزي له خوا های کورټ ته د یو خواست جمع کولو نه وروستو کړی ده. په درخواست کې ویل شوي چې عدالت باید حکومت پابند کړي چې قبایلي ضلعو ته خپله برخه مالي پانګه ورکړي.

د جسټس رسول امین خان او جسټس وقاراحمد په مشرۍ د پېښور های کورټ یوه بېنچ د وزیراعظم عمران خان له پرنسیپل سیکرېټري او د خزانې له وفاقي سیکرېټري ځواب غوښتی دی، چې تر اوسه یې په قامي مالیاتي کمیشن کې د قبایلي ضلعو لپاره د ۳ فیصده برخې ژمنه ولې نه ده پوره کړی؟ عدالت د اګست په ۱۷ مه حکومت ته وویل چې په دغه اړه خپل ځواب په ۱۵ ورځو کې دننه عدالت ته وړاندې کړي.

عدالت دا هدایات د تحریک اصلاحات پارټۍ د مرستیال مشر ملک حبیب نور اورکزي په خواست باندې جاري کړي دي. په دغه اړه بېګاه (اګست ۱۸) مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، چې حکومت قبایلي ضلعې له پامه غورځولي دي، نو ځکه یې عدالت ته خواست وکړ. نوموړي نور وویل چې دوی به په دغه اړه د څلورو واړو صوبو له اعلا وزیرانو سره ګوري او که بیا يي هم غوښتنه نه پوره کېږي نو په احتجاج به لاس پورې کوي.

په ۲۰۱۸ز کال تر ۲۵م اییني بدلون لاندې فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه کړل شوه. په دغه کال د اکتوبر په اتلسمه د پاکستان وفاقي کابینې پرېکړه وکړه چې په قامي مالیاتي کمیشن کې به قبایلي ضلعو ته درې فیصده برخه ورکوي. خو دا پرېکړه تر اوسه عملي شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG