پراګ ـ د نومبر پر ۲۴مه، د عراق په جنوب کې امنیتي ځواکونو پر احتجاج کونکو ډزې کړي چې پکې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او په لسګونه نور زخمیان شوي دي.
د پولیسو او روغتیا ادارې سرچینو ویلي، د بصرې ښار له ام قصر بندر سره نږدې هغه مهال دوه تنه ووژل شول او تر ۷۰ زیات زخمیان شول چې امنیتي ځواکونو د احتجاج کونکو د خورولو لپاره پر هغوی ډزې وکړې.
دا تازه پيښه له هغې وروسته وشوه چې احتجاج کونکي د ښار په درو پلونو راغونډ شوې وو او امنیتي ځواکونو پرې ډزې وړکړې او اوښکې بهوونکی ګیس یې پرې وکاروو چې پکې درې تنه ووژل شول.
دغسې په ښار کې د نښتو پر مهال له ۵۰ زیات کسان د مرمیو او اوښکې بهوونکي ګیس له وجې زخمیان شوي دي.
د عراق په بغداد ښار او جنوبي سیمو کې د اکتوبر په لومړیو ورځو کې د احتجاجونو پیلېدو وروسته لږ تر لږه ۳۳۰ کسان وژل شوي دي.
دا احتجاجونه د درغلیو او د روزګار د نیشتوالې پر ضد کېږي.
د فېسبوک تبصرې