د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري پر وزیراعظم غږ کړی چې استعفا دې ورکړي


بلاول بوټو زرداري ویلي که وزیراعظم استعفا نه ورکوي نو پرضد یې په پارلېمان کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې کوي - انځور له ارشیفه
بلاول بوټو زرداري ویلي که وزیراعظم استعفا نه ورکوي نو پرضد یې په پارلېمان کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري یو ځل بیا له وزیراعظم عمران خانه غوښتنه کړې چې د مارچ تر اتمې مخکې واک پرېږدي او په هېواد کې د انتخاتو اعلان وکړي.

نوموړي د مارچ پر درېیمه د پنجاب په بهاولپور کې د حکومت ضد احتجاجي لاریون (لانګ مارچ) ته پهه وینا کې وویل، د پاکستان ولس نور نه غواړي چې عمران خان دې د وزیراعظمۍ پر څوکۍ پاتې شي نو په پینځو ورځو کې دننه دې واک پرېږدي.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې که وزیراعظم مستعفي نه شو نو چې کله یې لاریون اسلام اباد ته ورسي نو له ټولو سیاسي مشرانو سره به په مشوره د وزیراعظم عمران خان د حکومت ضد په پارلېمان کې د بې باورۍ یا عدم اعتماد تحریک وړاندې کړي.

وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکو او منصفانه انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی او خپله پینځه کلنه دنده پوره کوي. نوموړی همداراز وايي چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.

پیپلز ګوند فبرورۍ پر ۲۷مه د اسلام اباد پر لوري حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړ چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته به د مارچ پر اتمه اسلام اباد ته ورسي.

په همدې حال کې د حزب اختلاف د یوشمېر ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د پیپلز ګوند له بل مشر اصف علي زرداري سره لیدلي دي.

دواړو مشرانو د مارچ پر درېیمه تر ملاقات وروسته په ګډ بیان کې ویلي چې د وزیراعظم عمران خان پرضد یې د عدم اعتماد تحریک مسوده تیاره کړې ده او تمه ده چې د حزب اختلاف ګوندونه یې راتلونکې اوونۍ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۱۸مه د پنجاب په منډي بهاوالدین ښار کې یوې جلسې ته ویلي ول چې د حزب اختلاف د عدم اعتماد تحریک مقابلې ته تیار دی. نوموړي په دې ترڅ کې د خپل اتحادي مسلم لیګ (ق) له مشرانو سره یې لیدلي او ورته یې ویلي چې په دې برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG