د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د حکومت مخالفه ګوندونو لخوا د عدم اعتماد تحريک مقابلې ته چمتو يو


وزیراعظم عمران خان وايي، د اپوزیشن مشران د درغلیو د مقدمو نه د ځان ژغورلو په خاطر عدم اعتماد تحریک راوړل غواړي: د ارشیف انځور
وزیراعظم عمران خان وايي، د اپوزیشن مشران د درغلیو د مقدمو نه د ځان ژغورلو په خاطر عدم اعتماد تحریک راوړل غواړي: د ارشیف انځور

د پاکستان وزیراعظم وايي، که حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک راوړو نو دوی به یې مقابله کوي.

عمران خان دا خبرې د فبرورۍ پر ۱۸مه، د پنجاب په منډي بهاوالدین کې یوې جلسې ته په وېنا کې وکړې او ویې ویل، دا یې لویه غلطي وه چې پخواني وزیر اعظم نواز شریف ته یې د علاج لپاره، له ملکه بهر د تللو اجازه ورکړې وه.

عمران خان وویل:

"دوی (اپوزیشن ګوندونه) عدم اعتماد تحریک ځکه راوړل غواړي چې زر تر زره دا حکومت لاړ شي او دوی یو ځل بیا د درغلیو له مقدمو بچ شي او زه شریف خاندان ته وایم، تاسو چې هر څه کوئ موږ ورته تیار یو."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د اپوزیشن یو شمېر ګوندونو د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې وویل، په پارلېمان کې د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک دایروي. مخالف سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف موجوده حکومت د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د درغلیو له لارې راغلی او د ناسمو پالیسیو له وجې یې هېواد د اقتصادي مسلو سره مخامخ کړی دی. خو بل پلو، وزیراعظم عمران خان او د تحریک انصاف نور مشران دا تورونه ردوي او وايي چې هغه ټاکنې رڼې وې او هېڅ قسمه درغلي پکې نه وه شوې.

په منډي بهاوالدین کې جلسې ته د وینا پرمهال وزیراعظم عمران خان زیاته کړه، د اپوزیشن ګوندونو مشران ځکه د هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک اسمبلۍ ته راوړل غواړي چې په دې توګه پر حکومت فشار واچول شي چې د هغوی (د اپوزیشن د مشرانو ) پر ضد د درغلیو د روانو مقدمو مخه ونیسي.

د پاکستان احتساب ادارې د یوشمېر اپوزیشن مشرانو پر ضد د درغلیو قضیې پرانیستې دي. خو مخالف سیاستوالان د اداري فساد تورونه ردوي او هغه قضیې د "سیاسي غچ" په نوم یادوي.

د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد وار له مخه د مارچ پر ۲۳مه نېټه د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی دی.

بل پلو، د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ سید خورشید شاه د فبرورۍ پر ۱۴مه، د پېښور په باچا خان مرکز کې د عوامي نېشنل ګوند له مشرانو سره تر لیدنې وروسته، د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرټري میا افتخار حسېن سره شریکې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت ضد احتجاج به یې د فبرورۍ له ۲۷مې له کراچۍ پيل شي او د مارچ تر ۱۰مې به اسلام اباد ته ورسېږي.

له خبري غونډې وروسته میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل چې دوی به د مارچ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د پیپلز ګوند په دې احتجاج کې ګډون وکړي.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه حکومت په دې هم تورنوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد يې له اقتصادي بحران سره مخامخ کړی دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.

XS
SM
MD
LG