د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر حکومت د عدم اعتماد تحریک هڅې به نتیجه ورکړي؟


د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو یوشمېر سیاستوالان له یو بل سره ګوري - انځور له ارشیفه
د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو یوشمېر سیاستوالان له یو بل سره ګوري - انځور له ارشیفه

د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د حکومت پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحریک د "وخت ضیاع" بللې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د اپوزیشن یوشمېر ګوندونو او پیپلز ګوند د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې وویل، په پارلېمان کې د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک دایروي.

ولسمشر علوي د فبرورۍ پر ۱۵مه د شخصي ډان نیوز ټېلېوېژن په یوه خپرونه کې وویل، اپوزیشن ته په کار دي چې خپل وخت "پر مثبتو او ګټورو" خبرو ولګوي.

تر نوموړي څو ساعته مخکې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري خبریالانو ته وویل چې که د اپوزیشن مشران د درغلیو په مقدمو کې له سزا وژغورل شول نو بیا به د حکومت پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو جوګه پاتې شي.

د پاکستان احتساب ادارې د یوشمېر اپوزیشن مشرانو ضد د درغلیو قضیې پرانیستې دي. خو اپوزیشن سیاستوالان د اداري فساد تورونه ردوي او هغه قضیې د "سیاسي غچ" په نوم یادوي.

د پاکستان واکمن تحریک انصاف او اېتلافي ګوندونه یې د قامي اسمبلۍ ۱۸۲ څوکۍ یعنې "ساده اکثریت" لري او د اپوزیشن ګوندونو غړي ټولې ۱۶۲ څوکۍ لري. د دې معنا دا ده چې د عدم اعتماد تحریک د بریا لپاره باید اپوزیشن د ۲۰ نورو غړو رایې هم ترلاسه کړي.

د همدې مقصد لپاره د اپوزیشن د ګوندونو مشرانو په وروستیو کې د حکومت د اتحادي ګوندونو لکه پاکستان مسلم لیګ (ق)، متحده قامي موومېنټ (اېم کیو اېم) او ګرینډ ډېموکریټېک الاینس له مخکښه مشرانو او د واکمن تحریک انصاف ګوند له ځینو ناراضه سیاستوالانو سره لیدلي دي خو د هغو ملاقاتونو نتیجې نه دي په ډاګه شوې.

په پاکستان کې یو دا تاثر هم دی چې د هغه هېواد پیاوړې امنیتي اداره (اېسټیبلېشمنټ) د حکومت ترشا ولاړه ده نو ځکه هم د اپوزیشن هڅې ښايي نتیجې ور نه کړي.

ایا اوسمهال اېسټیبلېشمنټ د عمران خان له ملاتړه لاس اخیستی دی؟ نه! هغه اوس هم د عمران خان تر شا ولاړ دي.
اعزاز سید

خو په اسلام اباد کې خبریال او شنونکي عقیل یوسفزي ته ښکاري چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د حکومت او ادارو ترمینځ تعلقات د پخوا په څېر پیاوړي نه دي.

یوسفزي د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، د اېتلافي حکومت دننه ځینې ډلې د یوشمېر اقتصادي او سیاسي موضوعاتو پر سر خپه دي. "د عمران خان په اړه د ولس او ریاستي ادارو د سوچ انداز ډېر بدل شوی دی. دا وخت عمران خان له دې وجې او په ګوند کې دننه د یوشمېر ډلو د موجودیت له وجې تر سخت فشار لاندې دی. بله دا چې له ریاستي ادارو سره چې د عمران خان کوم [ډول] تعلقات درې کاله مخکې ول، اوس هغسې نه دي پاتې. د اپوزیشن له دعوو [سره سم]، دا مهال د تحریک انصاف ۱۵ پارلېماني غړي د تحریک عدم اعتماد ملاتړي دي، نو که دا دعوې ریښتیا وي بیا خو د عدم اعتماد تحریک د کامیابۍ امکان ډېر زیات دی."

خو د پاکستان د اردو ژبې جنګ ورځپاڼې خبریال اعزاز سید له یوسفزي سره همنظره نه دی. دی وايي، له اېتلافي حکومت څخه د بلوچستان عوامي ګوند ځینې ګیلې د سیاسي ګټو لپاره دي او د لوی اختلاف ښکارندويي نه کوي. "ایا اوسمهال اېسټیبلېشمنټ د عمران خان له ملاتړه لاس اخیستی دی؟ نه! هغه اوس هم د عمران خان تر شا ولاړ دي. زما شننه او معلومات په اسلام اباد کې له باخبره سیاستوالانو، بیوروکراټانو او د پالیسیو له جوړوونکو سره پر ملاقاتونو مبني دي. په اوسني سیاسي صورتحال کې له حکومته د بلوچستان عوامي ګوند د سېنېټرانو ګیلې د سیاسي ګټو لپاره دي. خلک فکر کوي چې دا ګیلې له حکومتي [اېتلافه] د بېلېدو معنا لري. تر دې مهاله، هېڅ اتحادي ګوند هم د حکومت پرېښودو خبره نه ده کړې."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوسمهال په خیبر پښتونخوا کې خپل حکومت لري او په وفاق، پنجاب، بلوچستان، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ورسره ملګرو ګوندونو ګډ حکومتونه جوړ کړي دي. یوازې په سیند صوبه کې د اپوزیشن پیپلز ګوند حکومت دی.

د اپوزیشن ګوندونه وايي، د تحریک انصاف حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د درغلۍ له لارې واکمن شوی او اقتصادي تګلارې یې ناکامه دي. خو حکومت او انتخاباتي کمېشن د هغه کال په جولای کې شوي انتخابات پاک او منصفانه بولي. حکومت همداراز، د خپلو اقتصادي تګلارو دفاع کوي او وايي، خراب اقتصاد ورته له تېرو واکمنانو په میراث کې پاتې دی چې د سمولو هڅې یې کوي.

XS
SM
MD
LG