د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني علما: اسلام ښځې ته د دیني او دنياوي زده کړو حق ورکړی


د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۹مه په پېښور کې د نجونو د تعليم په اړه شوې غونډې يو انځور
د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۹مه په پېښور کې د نجونو د تعليم په اړه شوې غونډې يو انځور

د پېښور ديني عالمانو په يوه غونډه کې له افغان طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو پرمخ تعلیمي ادارې بېرته پرانېزي.

د مارچ پر ۲۹مه د پېښور په يوه هوټل کې د متحده شریعت محاذ په نوم د ديني عالمانو د يوې ډلې لخوا د بلل شوې غونډې په اعلاميه کې د ښځو په سوره کې د ورکولو ترڅنګ د هغوی پر ضد د تشدد پېښو هم غندنه وشوه.

اعلاميه زياتوي، د اسلام دين ښځو ته د تعليم ترڅنګ د ژوند نور بنيادي حقونه ورکوي او هغه ټول بايد مراعت شي.

غونډې ته په خپله وينا کې د خیبرپښتونخوا د اوقافو پخواني وزیر قاری روح الله مدني وويل، نجونه بايد له ديني او هم دنياوي زده کړو محرومه پاتې نشي.

نوموړي تر غونډې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه: "زه نه پوهېږم چې دا ځينې خلک په کوم اساس نجونه له زده کړو منع کوي؟ دا خبره خو موږ نه په کوم کتاب کې لوستې او نه مو د کوم مستند ديني عالم له خولې اورېدلې."

د پېښور غونډې ته په پاکستان کې د مېشتو ځينو افغان ديني عالمانو ترڅنګ له کوټې هم ځينې علما وربلل شوي ول.

پر هغوی سربېره، په غونډه کې د جماعت اسلامي، جمعيت علما اسلام (ف)، جمعيت علما اسلام (س) او د اسلامي نظرياتي شورا د استازو ترڅنګ د خيبرپښتونخوا مشر خطیب او يو شمېر نورو ديني عالمانو ګډون کړی وو.

په غونډه کی د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ځینې پخوانۍ او اوسنۍ ښځينه غړې هم شاملې وې.
په غونډه کی د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ځینې پخوانۍ او اوسنۍ ښځينه غړې هم شاملې وې.

راشده رفعت، چې جماعت اسلامي ګوند ورته د تېر حکومت په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځو لپاره مخصوصه څوکۍ ورکړې وه، مشال راډیو ته وويل چې ښځو ته د تعليم او د يوه ښه ژوند زمينه برابرول د حکومت ذمه واري ده.

"زه فکر کوم د افغانستان په ځينو برخو کې د ځينو مخصوصو حالاتو له کبله نجونه له زده کړو منع کړل شوې دي. خو له دې سره سره زه د افغانستان پر اوسنيو واکدارانو غږ کوم چې د نجونو د تعليم پر وړاندې پرتې ستونزې حل او هغوی ته د بېلا بېلو هنرونو د زده کړې فرصتونه برابر کړي. يوازې يوه پوهه او بيداره ښځه ښه مور او ښه خور ثابتېدای شي. هر حکومت مکلف دی چې يوې انجلۍ ته د تعليم حق ورکړي."

د ۲۰۲۱ز کال له اګست مياشت راهيسې، چې د افغانستان واک د طالبانو لاسو ته ورغلی، د افغان نجونو پرمخ تر شپږم ټولګي پورته زده کړې تړل شوې دي.

د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۳مه طالبانو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د بېرته پرانېستلو خبره وکړه، خو څو ساعته وروسته يې بېرته واخيسته.

د رپورټونه ترمخه، د طالبانو دې اقدام نه يوازې افغانان مايوسه کړل بلکې نړيوالو ادارو هم ورته سخت غبرګون وښود.

ملاله یوسفزۍ: که طالبان د ښځو حقونه نه مني نو باید په ډیپلومېټکي کچه ونه پیژندل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

د مجلس وحدت المسلمين يو مرکزي مشر سيد هاشم موسوي، چې له کوټې د پېښور غونډې ته ورغلی وو، مشال راډيو ته وويل چې ديني او هم دنياوي تعليم پر سړي او ښځه يو شان فرض دی.

نوموړي زياته کړه: "طالبان که په افغانستان کې د اسلامي شريعت نافذولو دعوېدار دي، نو بيا خو دې افغان نجونه پرېږدي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې خپلې زده کړې مخ ته يوسي."

د خیبرپښتونخوا مشر خطیب مولانا محمد طيب قريشي، چې د متحده شریعت محاذ مشري هم کوي، له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې د اسلامي شريعت ترمخه، د تعليم حصول پر سړي او ښځه، دواړو فرض دی. د ده په خبره، پر تعليم د کلتور او يا هم رواياتو په پلمه بندېز نشي لګول کېدای.

په پېښور کې شوې د دینی عالمانو د غونډې په اعلاميه کې د ټولو اسلامي هېوادونو پر علماو غږ شوی چې د هلکانو ترڅنګ د انجونو د تعليم د حق لپاره يوه خوله شي.

XS
SM
MD
LG