د خیبر پښتونخوا داخله او قبایلي چارو محکمې په صوبه کې مېشت اسناد لرونکيو افغان کډوالو ته د جون تر ديرشمې پورې د وتلو ويلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، د خیبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور ويلي وو چې د وفاقي حکومت لخوا په زور د افغان کډوالو د اېستلو له فیصلې سره اتفاق نه لري.