د جون پر ۲۷مه په سوات سیند کې د سیلابي اوبو د زیاتوالي له وجې لږ تر لږه د ۱۴ کسانو له وژل کېدو وروسته انتظامیې د سیند پر غاړه جوړې شوې ودانۍ ړنګول پیل کړې دي.
ډاکټر امير خسرو په سوات کې زيږدلی دی، په ساينس کې يې لوړې زدکړې کړې دي او په برتانیا کې اوسيږي. څه موده وړاندې د مازغو سرطان په ناروغۍ اخته شو.
پیشو ډېر زر له انسان سره بلدېږي. دوی په کورونو کې له انسانانو سره یو ځای هم ژوند کوي. د نړۍ د نورو هېواودنو د ښارونو په شان په اسلام اباد کې هم د پیشوګانو کیفۍ جوړه شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت درې کاله شوي او تراوسه یوه هیواد هم په رسميت نه دی پېژندلی. خو د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په هېواد کې د سيلګرۍ صنعت وده موندلې ده. د اې پي اژانس له ویډیو جوړ راپور:
نوموړي په اسلام اباد کې د مشال راډیو له خبریال طاهر خان سره په مرکه کې د صوبې پر نورو چارو هم خبرې کړې دي. ويډيو عمران يونس جوړه کړې ده.
اسراییل او ایران تر ۱۲ ورځو پورې د یو بل پر ضد بریدونه وکړل خو د جون پر ۲۴مه یې ترمینځ اوربند وشو.
په ایران کې نن د هغو لوړپوړو پوځي قومندانانو او اټومي کارپوهانو د جنازې دولتي مراسم ترسره شول چې د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي وو.
فيض الله فيض د پښتو ځانګړی شاعر ګڼل کيږي ځکه چې هغه په دې نړۍ کې تر نورو ټولو پښتنو شاعرانو لږ ژوند تېر کړی دی او د ۲۴ کالو په عمر کې يې سترګې پټې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي هیلمن دی چې د اسراییلو او حماس ترمینځ به اوربند وشي.
د جون پر ۲۷مه د سوات په بای پاس سیمه کې ناڅاپه د سېلاب اوبه تېزې شوې ۱و ۱۶ کسان د شګو په یوه ډیري ایسار پاتې شول.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په مالي لګښت په پکتیا کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو په برخه کې د شپږو پروژو د پلې کولو کار پیل شو.
په دې غونډه کې د نورو هېوادونو ترڅنګ د هند، پاکستان او ایران د دفاع وزیرانو هم ګډون وکړ. د جون ۲۶مې نېټې غونډه پر داسې مهال جوړه شوې چې ایران تازه له اسراییلو سره له ۱۲ ورځني جنګ وروسته اوربند کړی دی
نور وښیئ