اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته د غزې پر تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ. اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې د حماس پر ضد جګړه اعلان کړه.
سي پي جې د اکتوبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه او پر اېکس (پخواني ټويټر) خپاره کړي بیان کې ويلي چې یو فلسطینی خبریال زخمي شوي هم دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغو خبریالانو له بېلابېلو رسنيوو سره کار کاوه او د کومې ډلې پلويان نه ول.
دا تر هغې وروسته ده چې اسرایل د حماس ډلې د پوځي او حکومتي وړتیاوو له منځه وړلو لپاره جګړه اعلان کړه.
رویټرز اژانس وايي چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو برید پیل کړ چې د هغې ډلې وسلوالو ته یې اسراییلو ته د داخلېدو لاره ورکړه. هغو وسلوالو په اسراییلو کې دننه په نښتو کې ۲۵۰ اسراییلیان ووژل.
تر سمندري طوفان وروسته په سیند کې د اوبو سطح لوړه شوه چې له کبله یې دوه بندونه (ډیمونه) مات شول او لوی سېلاب د درنه ښار یوه لویه برخه په کنډوالو بدله کړه او ګڼ خلک یې د مدترانې یا روم سمندرګي ته لاهو کړل.
سري لنکایۍ لوبډلې د ۲۵۳ منډو هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په وروستي توپ پوره کړ. د هغې لوبډلې کوشال مینډېس ۹۱، چرېت اسلانکا ۴۹ او سدیرا سماراوېکرما ۴۸ منډې وکړې. د پاکستان افتخار احمد درې او شاهین شاه اپرېدي دوه لوبغاړي وسوځول.
درنه د لیبیا په ختیځ کې پروت ساحلي ښار دی چې ابادي یې ۸۹،۰۰۰ ښوول کېږي او هلته تر طوفان وروسته چې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوه نو دوه بندونه (ډیمونه) یې مات کړل او د ښار لویه برخه یې لاندې کړه.
د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر پوتین ویلي چې د شمالي کوریا مشر د راکټونو ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو ته لیوالتیا ښوولې او دوی له همدې امله یو ځای شوي چې له پیانګ یانګ سره د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.
رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جي ۲۰ هېوادونو په غونډه کې د خپل تقریر پر وخت اعلان وکړ چې هغه دهلېز به هند له اروپا سره د اورګاډي د پټليو او سمندري بندرونو له لارې ونښلوي.
نور وښیئ