د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر اوومه په یو بیان کې ویلي چې دا لوبې به د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې کېږي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ ویلي، له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند "د بشريت ضد جنایت" ګڼل کېدای شي.
د مارچ پر شپږمه، د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنیټ په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه خپل دويم راپور وړاندې کړ.
انټونیو ګوټېریش زیاتوي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي.
د ټام وېسټ په وینا، د پلوښې حسن او ماري اکرمي په څېر د افغان مېرمنو هڅې الهام بخښونکې دي، ځکه چې دوی له افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې کار کوي.
د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه د ژمي تر رخصتیو (چوټیو) وروسته په مارچ کې پرانیستل کېږي. له دې پرته د سړو سیمو ښوونځي د مارچ پر ۲۱مه د نوي لمریز کال له پیلېدو سره سم بیا خلاصېږي چې ورسره نوی تعلیمي کال هم پیلېږي.
د پاسپورټونو عمومي ریاست د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د "انلاین فورمونو" لرونکو ته یې د پاسپورټ ورکړه پیل کړې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۷مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې عملیات د یکشنبې (اتوار) پر ماښام د کابل د خیرخانې مېنې په ذاکرین وړوکي ښار کې شوي دي.
د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ز کال د اګست په پیل کې د هغو کسانو لپاره چې له امریکايي یا د امریکا تر ملاتړ لاندې بنسټونو سره یې کار کاوه، د دویم لومړیتوب د کډوالۍ ځانګړی پروګرام (پي دوه) اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه افغانستان په نړۍ کې د نجونو او ښځو لپاره له تر ټولو ګواښوونکو هېوادونو څخه یو بولي.
مولوي محمد یعقوب دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۳مه په کابل کې داسې غونډې ته کړې دي چې عامو رسنیو ته د ورتګ اجازه نه وه خو د هغه دا خبرې اوس په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.
نور وښیئ