ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژني، د نشهيي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د پیسو مینځل لا هم روان دي.
اسوشيېټېډ پریس اژانس په کابل کې د یو بل ديني عالم، توريالي همت چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت برخه دی، له خولې ليکلي چې نجونو ته باید د زده کړو زمينه برابره شي.
په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې له ۶۰۰ ښځينه کارکوونکو څخه یې ۴۰۰ افغانانې دي او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ټولو ۳،۹۰۰ کارکوونکو له ډلې یې ۳،۳۰۰ افغانان دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق هم پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د طالبانو د حکومت دا اقدام پر نړیوالو ټولنې او ملګرو ملتونو د فشار راوستو لپاره دی چې په رسمیت یې وپېژني.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا دا نه مني چې ګنې افغانستان کې ترهګرې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې وي او یا هم داسې ګواښ موجود وي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکارول شي.
طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته امریکايي وسلې او تجهیزات ورکړي دي او یا يي په تور بازار کې پلورلې دي.
سازمان په اعلاميه کې د تعلیم فعال مشر مطیعالله ویسا د برخلیک په اړه اندېښنه ښوولې ده. طالبانو د مارچ پر ۲۷مه نېټه ويسا له خپل کوره نيولی وو.
د مطیع الله ویسا بل ورور محمد ولي اخلاقي د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته ويلي ول چې ورور يې د مارچ پر ۲۷مه د کابل په خوشال خان مېنه کې د طالبانو د "استخباراتو" کسانو "ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال" کړ.
مطیع الله ویسا له تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د تعليم عام کولو لپاره مبارزه کوي.
د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار تېر ماښام مشال راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې، د ځینو اقداماتو لکه د طالبانو پر سفر د بندیزونو له لارې پر هغوی فشارونه زیات کړي
نور وښیئ