د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر وايي په نړيواله ټولنه د ورګډېدو لپاره به طالبان ځينې اساسي ګامونه پورته کوي


انتونيو ګوتېرېش. پخوانی انځور
انتونيو ګوتېرېش. پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، که طالبان غواړي چې په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي نو به اساسي ګامونه پورته کوي.

انتونیو ګوتېرېش وایي، طالبان به د دې لپاره د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته کوي.

د ده په وینا، که طالبان غواړي چې د نړیوالې ټولنې برخه شي باید د نورو مسایلو ترڅنګ د یوه ټولشموله حکومت جوړېدا او د هغو مسلو په اړه پرېکړې یقیني کړي چې پر ورځني ژوند اغېزې کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د جولای پر نهمه پر ټویټر خپرې کړې دي.

نوموړي دا خبرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په درې میاشتني رپورټ کې کړې دي.

د جون پر ۲۰مه تیار شوي دې رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عملیات هم د طالبانو د حکومت د هغې پرېکړې له امله په مستقیم ډول اغېزمن شوي چې ښځې یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د جون پر ۲۱مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا پر طالبانو نيوکې وکړي چې حکومت یې ټولشموله نه دی. هغې زیاته کړې وه چې د طالبانو د حکومت جوړښت په بشپړ ډول له نارينوو ډک او نيږدې ټول لوړپوړي چارواکي پښتانه دي. طالبانو په تېرو وختونو کې یې د ټولشموله حکومت غوښتنې رد کړي دي. دوی ادعا کوي چې حکومت یې ټولګډونه دی.

XS
SM
MD
LG