د میدان وردګو ولایت يوې اوسېدونکې مشال راډيو ته وویل: "د طالبانو له راتګ سره ډېموکراسي له مینځه تللې، خلک حق نه لري چې د دولت پر چارو نظر ورکړي او یا هم نیوکه وکړي، د خلکو غږ یعنې ډېموکراسي بیخي له مینځه تللې، یوازې دېکتاتوري سېسټم (امرانه نظام) دی چې پر مخ ځي."
د سیمې یو اوسېدونکي، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې هغه کسان د غور ولایت مرکز فېروزکوه ته پر لاره ول چې هلته د عراق له کربلا څخه ورغلیو زایرینو ته هرکلی ووايي، خو پټو ناستو وسلوالو ورباندې برید وکړ.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د روان کال د جولای پر ۳۰مه اعلان وکړ چې په ځينو هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ سفارتونو او قونسلګريو له خوا ورکړل شوي اسناد نور "اعتبار" نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷ ناسته سېپټمبر نهمه په جينيوا کې پيلېږي او د اکتوبر تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د پلوشې مور زهره یوه ښوونکې ده او وايي، غواړي چې لور یې ښوونځي ته ولاړه شي او خپله راتلونکې جوړه کړي، خو د طالبانو د حکومت له خوا پر لوړو زده کړو د بندیز له امله یې د لور هیلي يې مړاوې شوي.
ريچرډ بېنټ زياته کړې چې هغه به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د افغان ښځو او نارینوو له بېلا بېلو ډلو سره خبرې کوي او پر دې سربېره به له کارپوهانو او حکومتي استازو سره هم لیدنې کوي.
نور وښیئ