د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسواکۍ نړیواله ورځ: پوهان او فعالان وايي افغانان له ۳ کلونو راهیسې له ډېموکراټیک نظامه بې برخې دي


په کابل کې د طالبانو حکومتي سرتېري پهره کوي او له خلکو تالاشي اخلي ورسره یوه ښځه روانه ده.
په کابل کې د طالبانو حکومتي سرتېري پهره کوي او له خلکو تالاشي اخلي ورسره یوه ښځه روانه ده.

په داسې حال کې چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه د ولسواکۍ یا ډېموکراسۍ نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، د افغان نجونو او بشري حقونو فعالان او سیاسي چارو یوشمېر پوهان وايي چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم په افغانستان کې ولسواکي ختمه شوه.

دوی وايي چې افغانان له درې کلونو راهیسې د ولسواکۍ پر اصولو ولاړ نظام نه لري.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۷ز کال کې د سېپټېمبر ۱۵مه د ولسواکۍ ورځې په توګه د لمانځلو پیل وکړ چې موخه یې د جمهوریت په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول او د جمهوري ارزښتونو دودول دي.

سږ کال د ډېموکراسۍ نړیوالې ورځ شعار "د ښه حکومتولۍ د یوې وسیلې په توګه" د "مصنوعي زیرکتیا" کارول او ورڅخه ګټه اخیستل دي.

د ملګرو ملتونو عمومي جرګه دا ورځ د دې لپاره لمانځي چې د سازمان غړي هېوادونه ولسواکي ترویج کړي او پر اصولو یې عمل وکړي.

ډېموکراسي څه ته وايي؟

یو افغان وګړي چې د نوم نه ښوولو غوښتنه یې وکړه، مشال راډیو ته وویل چې ډېموکراسي "د هر بشر، نارینه او ښځینه وو نظریاتو راټولول او هغوی ته د دې ازادۍ ورکول دي، چې هغوی خپلې غوښتنې په زړوړتیا سره مطرح کړي."

البته جمهوریت په ساده ټکو کې د خلکو یا ولس واکمنۍ ته ویل کېږي.

د ۲۰۰۱ز کال په اکتوبر کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف پر افغانستان حمله وکړه نو د هم هغه کال په پای کې د جرمني په بون کې غونډه وشوه او پکې دا پرېکړه وشوه چې په هغه هېواد کې به ډېموکراټیک نظام جوړېږي.

په هغه وخت کې په رسنیو کې د افغانستان د ولسواکۍ په اړه بحثونه کېدل او په اړه یې د شعارونو زیاتېدو ځینو افغانانو ته دا ناسم تصور ورکړ چې ډېموکراسي ښايي له "اندازې وتلې ازادۍ" ته وايي.

په برلېن کې د سیاسي او ډېپلوماټیکو چارو پوه او د پوهنتون استاد اسحاق اتمر وايي چې ډېموکراسي اصلاً د دوو یوناني کلمو مجموعه ده چې ورڅخه یې "ډېموس" خلکو او "کراتوس" حکومت ته وايي. "هغه حکومت چې خلک پکې مشارکت ولري، خلک د ټاکنو حق ولري، د بیان د ازادۍ حق ولري - یعنې دوی وکولای شي چې د نظام پر هره پرېکړه کنټرول او نظارت ولري."

پوهان وايي چې د جمهوریت اساس او بنسټ د بیان ازادي ده او د ډېموکراسۍ پر بنسټ ولاړ دولتونه د قدرت د توازن لپاره مقننه، قضایه او اجرايیه ستنې لري او رسنۍ یې ازادې وي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره پر ډېموکراټیکو اصولو ولاړ شاوخوا ۲۰ کلن نظام نسکور شو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ۲۰۲۳ز کال کې د جمهوریت نړیوالې ورځې په مناسبت یوشمېر رسنیو ته ویلي ول چې حکومت یې "پر شرعي اصولو ولاړ اسلامي حکومت دی او ولسواکه نه دی."

خو یوشمېر افغان نجونه وايي چې د طالبانو حکومت نه یوازې ډېموکراسي بلکې بشري حقونه هم تر پښو لاندې کړي دي.

د میدان وردګو ولایت يوې اوسېدونکې، چې نه‌ غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، مشال راډيو ته وویل: "د طالبانو له راتګ سره ډېموکراسي له‌ مینځه تللې، خلک حق نه‌ لري چې د دولت پر چارو نظر ورکړي او یا هم نیوکه وکړي، د خلکو غږ یعنې ډېموکراسي بیخي له‌‌ مینځه تللې، یوازې دېکتاتوري سېسټم (امرانه نظام) دی چې پر مخ ځي."

د کابل یوې بلې اوسېدونکې هم د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ډېموکراسي نه شته ځکه چې په ولسواکه نظام کې د بیان ازادي او د ښځو حقونه شامل وي چې "دا ټول په افغانستان کې نقض دي. ښځې ښوونځي، پوهنتون او دندو ته د تګ اجازه نه‌ لري او خبریالان د خبرونو د سمو یا په ریښتيني ډول د رسولو اجازه نه‌ لري."

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې
د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې

اسلام او ډېموکراسي

د سیاسي چارو شنونکی عنایت‌ الله اسحاقزی وايي، د طالبانو حکومت ډېموکراسۍ ته د غربي نړۍ د یوه کلتور په توګه ګوري، په‌ داسې حال کې چې ډېموکراسي له اسلام سره په ټکر کې نه‌ ده.

دی هم وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې څوک د ولسواکۍ نوم نه شي اخیستای. "له بده‌ مرغه طالبانو انساني حقوق او ټولنیز عدالت تر پښو لاندې کړي. د ښځو پر وړاندې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او نیم نفوس په کورونو کې بندیانې ناستې دي، نو ویلی شو چې د طالبانو په وخت کې نه د ډېموکراسۍ نوم اخیستلای شو او نه هم اخیستل کېږي."

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د جمهوري نظام د جوړېدو او پیاوړي کېدو هڅې روانې وې. "ځينې بنسټيز جوړښتونه رامینځته شوي وو، د افغانستان اساسي قانون مو درلود، چې پر یو ډېموکراټیک جوړښت يې ټينګار کاوه، د دې تر څنګ موږ ټاکنیز بنسټونه درلودل، ولایتي شوراګانې مو درلودې چې تر یوه حده یې د ولایتونو خلکو ته د قدرت په جوړښت کې د ګډون حق ورکاوه، خو سره له‌‌ دې هم یوه اوږده لاره مخکې وه، ځکه چې ځواک انحصاري وو او د ټاکنو په بهیر کې به فساد وو."

د افغانستان پخواني واکمن امیر امان الله خان په خپله سلطنتي دوره کې د هغه وخت له غوښتنو سره سم د ډېموکراسۍ بنسټ ایښی وو او د دې لپاره یې اړین اقدامات کړي ول.

تر دې وروسته په ۱۹۶۸ز کال کې د ظاهر شاه په پاچاهۍ کې د ډېموکراسۍ د لسیزې اساسي قانون نافذ شو او بیا په ۲۰۰۴ز کال کې د ولسواکۍ پر اصولو ولاړ اساسي قانون جوړ شو چې طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې له خپلې واکمنۍ سره سم ځنډولی دی.

له دې سره سم، په افغانستان کې پارلېمان ختم شوی او پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ بندیزونه او محدودیتونه دي.

خو د طالبانو حکومتي چارواکي وايي چې خلکو ته یې د "شریعت په چوکاټ" کې حقونه ورکړي او په هم هغه چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته هم ژمن دي.

XS
SM
MD
LG