د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ګرمسېرو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل: نجونه وايي له "ژور خپګان" سره مخامخې دي


په کندهار کې د ټرافیکو پولیس له سړکه د ښوونځي د نجونو د تېرېدو لپاره ګاډي درولي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ انځور.
په کندهار کې د ټرافیکو پولیس له سړکه د ښوونځي د نجونو د تېرېدو لپاره ګاډي درولي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ انځور.

د سېپټېمبر پر پینځمه د افغانستان په ګرمسېرو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو خو هغه نجونه چې تېر کال له شپږم ټولګي فارغې شوې وې د طالبانو د حکومت د بندیز له امله نه شي کولای ښوونځیو ته ولاړې شي.

د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال د مارچ په درېیمه اونۍ کې او په ګرمو سیمو کې د سېپټېمبر په لومړۍ اونۍ کې پیلېږي.

یوشمېر نجونو مشال راډیو ته ویلي چې له "ژور خپګان" او مایوسۍ سره مخامخې دي.

د هېلمند د مرکز لښکر ګاه اوسېدونکې پلوشه تېر کال له شپږم ټولګي څخه فارغه شوې وه او د اووم ټولګي د پیل په تمه وه، خو وايي چې له دوو نورو خویندو سره ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

نوموړې وايي، د لوړو زده کړو هیله یې لرله خو اوس سخته خواشینې او مایوسه ده. "زه تېر کال د شپږم ټولګي زده‌ کوونکې وم او سږ کال اووم صنف ته کامیابېدم، خو متاسفانه د حکومت له‌ خوا ما ته اجازه نه راکول کېږي چې زه نورې زده‌ کړې هم وکړم، زما خویندې هم دوه، درې کاله کېږي چې پر کور ناستې دي، د هغو هم ارمان وو چې لوړې زده‌ کړې وکړي، موږ ډېرې خواشينې یو."

د پلوشې مور زهره یوه ښوونکې ده او وايي، غواړي چې لور یې ښوونځي ته ولاړه شي او خپله راتلونکې جوړه کړي، خو د طالبانو د حکومت له‌ خوا پر لوړو زده‌ کړو د بندیز له امله یې د لور هیلي يې مړاوې شوي. "زه یوه مور یم، زما لور د اووم ټولګي زده‌ کوونکې وه چې اوس نه‌ شي کولای مکتب ته ولاړه شي، هیلې یې ټولې ماتې شوي. دې چې یو ځای ته د رسېدو خوبونه لیدل هغه خوبونه یې نیمګړي پاتې او نه‌ شي کولای خپلو لوړو زده‌ کړو ته ادامه ورکړي، زه له [حکومت] څخه دا هیله لرم چې ژر تر ژره دا بندیزونه مات کړي او د دوی پر مخ ټولګي خلاص کړي."

بادغيس راډیو افغان نجونو پسې کور ته سکول وړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

د افغانستان د ګرمسېرو سیمو یوه بله زده‌ کوونکې مریم هم پر کور ناسته ده. نوموړې وايي، له ۱۲م ټولګي وروسته یې غوښتل چې خپلو زده‌ کړو ته دوام ورکړي او غوښتل یې چې طب ولولي چې ډاکتره شي، خو پر تعلیم د بندیز له وجې یې هغه کار و نه کړای شو. "سږ کال درېیم کال دی چې زه په کور کې ناسته یم، دا درې کاله داسې راباندې تېر شوي لکه زه چې په زندان کې یم، په داسې څلورو دېوالونو کې چې هېڅ دروازه هم و نه لري، د ډېرې افسردګۍ احساس راته پیدا شوی، خپلو خوبونو ته مې قبر کښلی. ما هیله لرله چې ډاکتره شم او خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم، زما مور او پلار غوښتل چې یوه ورځ ما د ډاکترۍ په سپینو جامو کې وویني."

د کندهار د یو محلي ښوونځي ښوونکې نرګس وايي چې تعلیم د یو هېواد لپاره لویه پانګه وي.

نوموړې د نجونو پر لوړو زده‌ کړو د طالبانو د حکومت بندیز اندېښمنه کړې ده. "له تېرو څو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د لوړو زده‌ کړو اجازه نه ورکول کېږي چې متاسفانه دا یو ډېر بد حالت دی، موږ او تاسي پوهېږو چې علم د یوې رڼا په څېر دی چې د انسان ژوند روښانه کوي."

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې نجونه پوهنتونونو ته هم له تګه وګرځولې.

د طالبانو پر دې پرېکړه نړیوال غبرګونونه لا هم دوام لري او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو ادارو او هېوادونو ورڅخه په بیا بیا غوښتنه کړې ده چې د نجونو تعلیم دې بحال کړي.

د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌ کړو بندیز موقتي بللی دی. طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو درو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG