د "حال وش" په نوم د بشري حقونو سازمان او یوې رسنیزې ډلې، چې د سیستان - بلوچستان ولایت چارو په اړه خبرونه خپروي، د اکتوبر پر ۱۵مه شپې ناوخته پر اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې د "دوو افغان کډوالو" او خپلو "سرچینو" په حواله ویلي دي چې د ایرانیو ځواکونو "په ډزو کې" ګڼ افغان کډوال "وژل شوي دي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا د اکتوبر پر دویمه یوې خبري غونډې ته وویل چې په غونډه کې پر سیاسي، اقتصادي او د ترهګري او نشه يي موادو پر ضد پر هڅو خبرې کېږي.
د بشري حقونو د څار سازمان غړې فرشتې عباسي د سېپټېمبر پر ۲۵مه پر اېکس، پخواني ټوېټر، لیکلي، دا اقدام ښايي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د "جدي سرغړونو پر وړاندې په نړیواله محکمه کې د عدالت د ترلاسه کولو پیل" ثابت شي.
نور وښیئ