د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۹

د عراق خلکو په پارلماني انتخاباتو کې رایې ورکړې


د بغداد په المهندسین ناحیه کې د انتخاباتو د کمیسیون دوه ښځینه کارکوونکې د رایو د شمېرنې پرمهال
د بغداد په المهندسین ناحیه کې د انتخاباتو د کمیسیون دوه ښځینه کارکوونکې د رایو د شمېرنې پرمهال

د عراق خلکو پرون د پارلمان د غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړې.

د عراق د انتخاباتو کمیسیون وايي چې له ۵۵ سلنه ډېرو خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی و.

د کمیسیون ارقام ښيي چې د رایو په شرایطو له برابرولو ۲۱ میلیون وګړو څخه څه باندې ۱۲ میلیون خلکو رایې ورکړې. په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون سلنه ۴۱ وه.

د کمیسیون چارواکي وايي، د انتخاباتو لومړني نتایج به په راروانو ۲۴ ساعتونو کې او وروستۍ پایلې به یې راتلونکې اونۍ اعلان شي.

اټکل کېږي چې د صدراعظم محمدشیاع السوداني بلاک به ډیری څوکۍ وګټي خو ښايي د اکثریت په ګټلو کې پاتې راشي او تمه ده چې د شیعه، سني او کردانو د سیاسي ګوندونو ترمنځ به یو جوړجاړی وشي.

ښاغلي سوداني پرون په داسې حال کې چې مور یې هم د ناروغانو په ویلچیر کې ورسره راوستې وه، په بغداد کې د خپلې رایې د کارولو پرمهال وویل، دا انتخابات د عراق د نوي سیاسي سیسټم په رڼا کې د واک د سوله ایز لېږد اصل تاییدوي.

شیعه ځواکمن دیني عالم مقتدی صدر چې په عراق کې میلیونونه پلویان لري، له خلکو غوښتي و، چې انتخابات تحریم کړي. فرانسپرس خبري آژانس د چارو د یوه شنونکي حمزه حداد له قوله لیکي چې وايي د رایې ورکولو کچه که څه هم د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو پرتله ټیټه وه، خو د عراق لپاره یو مثبت ګام دی او ښيي چې د مقتدی صدر غوښتنه یوازې د هغه په پلویانو پورې محدوده پاتې شوه. حداد وايي، د دې معنا دا ده چې د عراق هېڅ سیاسي مشر نه شي کولای په دې هېواد کې د ډیموکراتیکو انتخاباتو د بهیر مخنیوی وکړي.

د څارونکو په باور د راتلونکي صدراعظم دنده به یوڅه ستونزمنه وي ځکه باید له خپلو متحدانو ایران او امریکا سره په اړیکو کې نازک انډول وساتي.

ایران چې د منځني ختیځ په نورو سیمو کې یې نفوذ کم شوی دی غواړي په عراق کې خپل ولکه وساتي او متحدایالات چې اوس مهال هم په عراق کې ځواکونه لري برعکس هیله لري چې په دې هېواد کې د تهران نفوذ مات کړي او پر بغداد فشار راوړي چې ایران پلوې ډلې بې وسلې کړي.

عراق وروسته له دې چې متحدوایالتونو د صدام حسین رژيم وپرځاوه د ډېرو کلونو لپاره د نیابتي جګړو ډګر و. په دې هېواد کې چې د وګړو شمېر یې شاوخوا ۴۶ میلیون ته رسېږي په وروستیو کې نسبي ثبات ټینګ دی خو لاهم د امکاناتو د کمښت، کمزورو عامه خدماتو او فساد له ستونزو سره لاس ګرېوان دی.

XS
SM
MD
LG