پېښور کې مېشت افغان ماشومان خپلو زده کړو ته اندېښمن دي
هایلایټ: د افغانستان او نړۍ مهم خبرونه
د کونړ زلزله ځپلي وايي کورونه یې وران او زړونه یې غمجن دي
هایلایټ - لنډ او مهم خبرونه
د اسراییلو پوځ د سې شنبې په ورځ، اعلان وکړ چې د حماس د افراطي ډلې لوړ پوړي مشرتابه یې په نښه کړې ده. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یو ترهګریز سازمان بلل شوی دی. قطر ویلي چې برید په دوحه ښار کې شوی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا برید "د ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه" وبلله.
د کریکټ اسیا جام نن سه شنبه د افغانستان او هانګ کانګ په لوبې سره پيلیږي. د ملي ټیم سر روزونکی جاناټن ټروټ وايي لوبغاړو ښه چمتووالی نیولی او هیله من دی چې ګروپي دور کې لومړی د هانګ کانګ او بیا نورو ټیمونو سره ښې لوبې وکړي او اړینې نمرې وګټي.
جرمني ته ورغلي نوي کډوال وايي چې د کلتوري توپیرونو او له ژبې سره د نابلدتیا له وجې ورته کار روزګار پیدا کول ستونزمن دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمۍ استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق یوځل بیا د طالبانو له خوا د ده په ټکو " د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو" پر دوام نیوکه کړې . د شمالي بیت المقدس په یوه بس تم ځای کې د دوو بریدګرو په ډزو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه له احمد تکل سره
کونړ او ننګرهار کې د تازه زلزلو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان شوي. برلین کې یوې محکمې د هغو افغانانو په ګټه پرېکړه وکړه چې له خطر سره مخ دي. د امریکا ولسمشر پر جاپاني موټرو تعرفې راټیټې کړې. او د افغانستان او متحده عرب اماراتو د کرکټ ملي ټیمونه سره مخ دي
رحیم الله په زلزله کې د خپلې کورنۍ اته کسان له لاسه ورکړي.
نور راوښيه