د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۷

پر دوحې د اسراییلو هوايي بریدونه؛ قطر په کلکه غندلي


پر دوحې د اسراییلو هوايي بریدونه؛ قطر په کلکه غندلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:39 0:00

د اسراییلو پوځ د سې شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۹مه اعلان وکړ چې د حماس د افراطي ډلې لوړ پوړي مشرتابه یې په نښه کړې ده. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یو ترهګریز سازمان بلل شوی دی. قطر ویلي چې برید په دوحه ښار کې شوی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، دا برید "د ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه" وبلله. د اسراییلو د پوځ لخوا په خپاره شوي بیان کې نه ده مشخصه شوې چې برید د دوحې په کوم ځای شوی خو پکې راغلي چې تر برید مخکې «غیر جنګي خلکو ته د زیان د کمولو لپاره» ځینې اقدامات شوي. د اسراییلو د پوځ په بیان کې دا هم ویل شوي په برید کې په نښه شوي کسان د ډیرو کلونو لپاره د حماس مشري کوله او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مې نیټې د اسراییلو په خاوره کې د برید مستقیم مسؤولین وو. په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او ۲۵۰ نور یرغمل شول. هغه برید پر غزې د اسراییلو د پراخ برید پيلامه وګرځېد. صفي الله ستانکزي په دې اړه دا رپوټ جوړ کړی

XS
SM
MD
LG