د خيبر پښتونخوا پولیسو ويلي دي چې د جنورۍ پر نهمه غرمه مهال په لکي مروتو کې وسلوالو د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی ګاډی يې سوځولی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د حکومت مخالفه شپږ ګوندي اتحاد مشر محمود خان اڅکزي پر وفاقي حکومت غږ کړی دی چې پر ډېورنډ کرښه دې له افغانستان سره ټولې لارې د تجارت او تګ راتګ لپاره خلاصې کړي.
د جنوبي وزيرستان د سوداګرۍ خونې يا چېمبر اف کامرس مشر وایي، له افغانستان سره د تجارت پرمخ د انګور اډې لارې بندېدو له وجې د سيمې د سوداګرو اربونه (میلیاردونه) روپۍ تاوان شوی او زرګونه مزدوران بې روزګاره شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پښتون قامي عدالت په نامه جرګه کې د پرېکړو عملي کول د ځنډ سره ځکه مخ شوي چې په جرګه کې شریک ځینې ګوندونه ورڅخه شاته شوي دي.
پاکستان د وې پي اېنونو پر کارولو د بندیزونو سختولو ته مخه کړې، داسې یوه هڅه چې فعالان یې د بیان د آزادۍ او مخالفو غږونو د ځپلو بله نمونه بولي.
په ماسکو، کییف، بروکسل، واشنګتن او یوشمیر نورو پلازمینو کې ډیپلوماتان، منتخب مشران او پوځي چارواکي د بندو دروازو تر شا د اوکراین د جګړې د حل لارې چارې لټولو لپاره چمتووالی نیسي.
نور راوښيه