د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۸

ایران د عمان په پلازمینه مسقط کې له امریکايي چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني خیتځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سیټف ویتکاف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني خیتځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سیټف ویتکاف

تمه ده د منځني خیتځ لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی سیټف ویتکاف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري.

ویتکاف له عراقچي سره له دې ناستې مخکې ویلي،" امریکا پر خپل پخواني دریځ چې اټومي وسلو ته د ایران نه لاسرسي دی، ولاړه ده".

د ویتکاف په ټکو، هڅه يې دا ده چې له ایران سره د سولې لپاره نوې حل لارې ومومي.

تمه ده په څو ساعتونو کې د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او ویتکاف ترمنځ خبرې اترې پیل شي، خو دا معلومه نه ده چې دا خبرې اترې به مستقمې وي او که غیرمستقمې.

زه فکر کوم نن هغه ورځ ده چې ستاسې اټومي پروګرام بند شي، زموږ موخه همدا ده
سیټف ویتکاف

ویتکاف پرون جمعه وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې ویلي و،" د امریکا لپاره اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی "سره کرښه" ده".

ویتکاف ایراني چارواکو ته په اشارې ویلي و، "زه فکر کوم نن هغه ورځ ده چې ستاسې اټومي پروګرام بند شي، زموږ موخه همدا ده".

د وال سټریټ ژورنال په ټکو، دا څرګندونې د ډونالډ ټرمپ دریځ دی او په ښکاره دا وايي چې د ایران پر وړاندې یوازي د ډیپلوماسۍ کارول کافي دي، او که له پوځي لارو کار اخیستلو ته هم اړتیا پیدا کیږي.

ویتکاف په دې خبرو کې ویلي، که چیرته ایران ونه غواړي چې د اټومي وسلو له جوړولو لاس په سر شي، په دې اړه به بیا په خپله ټرمپ پریکړه کوي.

د وال سټریټ ژورنال په ټکو، امریکا د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړو لپاره هر ډول فشار ته تیاره ده او که اړتیا شوه پوځي اقدام به هم وکړي.

خو د ویتکاف په ټکو، که چیرته له ایران سره د اټومي وسلو د جوړولو د دوام په اړه هر ډول موافقه وشي، دا به د اسراییلو د هغې غوښتنې له پامه غورځول وي، چې غواړي د ایران د اټومي وسلو پروګرام په کامله توګه له منځه یوسي.

امریکايي ټیم تراوسه د ایران د موقف په اړه مطمین نه دی، او هغه پوښتنه چې ایرانیان باید ځواب کړي دا ده چې ایا دوی له سیاسي لارو غواړي دا موضوع حل کړي څو د دې موضوع د حل لپاره له نورو لارو کار وانخلو
سپینه ماڼې

د وال سټریټ وژرنال سره د ویتکاف د مرکې له خپریدو څو شیبې مخکې د سپینې ماڼې ویاند خبرداری ورکړی و چې ایران د اټومي وسلو په اړه څو انتخابونه لري.

کارولین لیویت ویلي، " له ایرانیانو سره به خبرې اترې مستقمیې وي، ولسمشر ټرمپ په مخامخ خبرو اترو او دیپلوماسۍ باورمن دی".

بل پلو، د اکسیوس په نوم یوې امریکايي ویب پاڼې د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي، "ټرمپ اماده دی چې د ایران د اټومي وسلو په اړه توافق وکړي".

سپین ماڼې تراوسه په اړه څه ویلي نه دي.

اکسیوس وړاندې د دوو نورو امریکايي چارواکو په حواله ویلي و، "امریکايي ټیم تراوسه د ایران د موقف په اړه مطمین نه دی، او هغه پوښتنه چې ایرانیان باید ځواب کړي دا ده چې ایا دوی له سیاسي لارو غواړي دا موضوع حل کړي څو د دې موضوع د حل لپاره له نورو لارو کار وانخلو؟"

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي عمان ته د یوه پلاوی مشري په غاړه لري.

د راپورونو له مخې له عراقچي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي هم ملتیا کوي.

د ایران د لوی مشر ایت الله علي خامنه مرستیال پیشتر علي شمخاني پر ایکس پاڼې لیکلي،"ایران د نمایشي او کمرو پر وړاندې خبرو اترو ته لیواله نه دی، بلکې غواړي یو عادلانه او منصفانه توافق ته لاسرسی ومومي".

هغه وړاندې وویل، عراقچي او تخت روانچي ته پوره اختیارات ورکړل شوي چې له امریکا سره غیرمستقمې خبرې اترې وکړي".

د هغه په ټکو، که واشنګټن دې خبرو ته ښه نیت لري لار ورته "خلاصه" ده.

XS
SM
MD
LG