د چک اروپایي چارو وزیر په اروپا کې د ازادي راډیو د ملاتړ هڅې رهبري کوي
د چک اروپایي چارو وزیر په اروپا کې د ازادي راډیو د ملاتړ هڅې رهبري کوي
د چک د جمهوریت د اروپایي چارو وزیر، مارتین دورژاک، وايي چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د دې وړاندیز ملاتړ کوي چې اروپایي ټولنه دې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته مالي مرسته ورکړي. نوموړي نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "دا به یو ستره تېروتنه وي که موږ اجازه ورکړو چې دا سازمان له منځه ولاړ شي." د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډنالډ ټرمپ ادارې د یکشنبې په ورځ د ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو بودیجه بنده کړه.