کراچۍ کې افغان کډوال د ستنېدو پرېکړې اندېښمن کړي دي
کراچۍ کې افغان کډوال د ستنېدو پرېکړې اندېښمن کړي دي
د کراچۍ په افغان کډوالو کمپ کې مېشت افغانان وايي چې د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې سخت اندېښمن کړي چې د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې ڼېټې دې له پاکستانه په خپله خوښه ووځي ګنې وروسته به په زور افغانستان ته ستانه کړل شي. دغه افغان کډوال وايي چې له لسيزو راهيسي په پاکستان کې ژوند کوي، ماشومان يي همهلته زېږېدلي او کاروبارونه يې جوړ کړي دي. هغوی وايي که په زور افغانستان ته ولېږدول شي نو د کار و روزګار تر څنګ به يې نور ژوند هم اغېزمن شي او له سختو ستونزو سره به مخامخ شي.