که څه هم نن او پرون د پاکستان پلازمینه اسلام اباد په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ د نړیوالې غونډې کوربه دی، خو په وروستیو دوو ورځو کې په دې هیواد کې داسې پېښې رامنځته شوې چې په لسهاوو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د اګست میاشتې راهیسې، د اوکراین ځواکونو هڅه کوله څو هغه سيمې وساتي چې د روسیې د کورسک په سیمه کې يې نيولي دي. دا د سرحد نه اخوا د اوکراین د فوځ د حملې یوه برخه وه چې، که څه هم د هغې تکتیکي موخې څرګندې نه وې، خو د کیف لویدیځ متحدین او د روسیې کریملین یې حیران کړي وو.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د نجونو د تعلیم په اړه په اسلام اباد کې پیل شوې دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې ته ویلي چې د نجونو زدکړه یوه داسې موضوع ده چې د هغې لپاره مبارزه او پانګونه زښت زيات ارزښت لري.
د خيبر پښتونخوا پولیسو ويلي دي چې د جنورۍ پر نهمه غرمه مهال په لکي مروتو کې وسلوالو د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی ګاډی يې سوځولی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د حکومت مخالفه شپږ ګوندي اتحاد مشر محمود خان اڅکزي پر وفاقي حکومت غږ کړی دی چې پر ډېورنډ کرښه دې له افغانستان سره ټولې لارې د تجارت او تګ راتګ لپاره خلاصې کړي.
د جنوبي وزيرستان د سوداګرۍ خونې يا چېمبر اف کامرس مشر وایي، له افغانستان سره د تجارت پرمخ د انګور اډې لارې بندېدو له وجې د سيمې د سوداګرو اربونه (میلیاردونه) روپۍ تاوان شوی او زرګونه مزدوران بې روزګاره شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پښتون قامي عدالت په نامه جرګه کې د پرېکړو عملي کول د ځنډ سره ځکه مخ شوي چې په جرګه کې شریک ځینې ګوندونه ورڅخه شاته شوي دي.
پاکستان د وې پي اېنونو پر کارولو د بندیزونو سختولو ته مخه کړې، داسې یوه هڅه چې فعالان یې د بیان د آزادۍ او مخالفو غږونو د ځپلو بله نمونه بولي.
نور راوښيه