د افغانستان حکومتي چارواکي وايي چې د ولسي جرګې انتخابات په یوې خوندي فضا کې ترسره شول او کومې امنیتي ستونزې چې رامنځته شوې هغه د هغو په پرتله ډيرې کمې وي چې دوی یی آټکل کړی وه.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې په ټول افغانستان کې د سهار په اوو بجو پیل شوي و، د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېدل . ویل کیږي چې په دې انتخاباتو کې به، څه باندې لس میلیونو د شرایطو وړو خلکو ګډون کړی وي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هغه راپورونه رد کړل، چې ویل کیږي، د راېو په ځینو مرکزونو او محلونو کې د ګوټو لپاره ځانګړی شوی رنګ پاکیږي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دالارانشان مرستیال ذکریا بارکزي وویل، چې دغه رنګ باکیفیته دی او په اسانی له ګوتو نه پاکیږي.
په هلمند کې د ېوې کانديدې له لور سره پنځلس سوه جعلي کارتونه چې غوښتل يي د خپل مور په نفعه يي وکاروي امنيتي ځواکونو نيولي دي. د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي دغه کارتونونه ولسي جرګي د ېو کانديدې حبيبې سعادت له لور سره نيول شوي دي او هغې غوښتل دغه کارتونه د خپل مور په ګټه وکاروي.
د ازادۍ راډیو خبریال چې د سرپل په ولایت کې د رایو ورکولو یوه مرکز ته تللی او د رایو ورکولو روانې چارې له نږدې څاري وایي چې، خلک په پوره نظم سره د رايي ورکولو مرکزونو ته ځي او د خپلې خوښې کاندید ته رايي اچوي
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات، په ټول هېواد کې د شنبې د ورځې د سهار له اووبجو راهیسي پیل شوي دي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د دې بهیر څارلو ته له یولکو څخه زیات کورني او بهرني څارونکي ګمارل شوي دي.
په کندز ولایت کې چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د انتخاباتو لپاره د رايې اچونې پروسه له کومې ستونزې پرته پیل شوه.
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رایې اچونې بهیر نن سهار په اوو بجو په ټول افغانستان کې پیل شو، دغه بهیر په کابل کې هم د حبیبې له لیسې څخه په داسې حال کې پیل شو، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس فضل احمد معنوي هم حاضر و.
د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د شدېدو امنیتي تدابیرو په لړ کې د ولسي جرګې انتخابات نن سهار له اوو بجو راهیسې پیل شوي دي. د انتخاباتو د پیل په لومړېو شېبو کې د راېو په مرکزونو کې د خلکو ګډون د ګوتو په شمېر لیدل کېده.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات نن سهار په اووبجو پیل شول. دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امنیت او د انتخاباتو د شفافیت په اړه ډيرې اندیښنې راپورته شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هېواد له ټولو خلکو وغوښتل چې د شنبې په ورځ دې، د رايي ورکولو مرکزونو ته لاړ او د دوي رایې دې وکاروي.زیاته کړه چې، د رايي ورکولو ټولو مرکزونو ته یي شپیته فیصده ضروري مواد ور رسولي او څلویښت فیصده به، د جمعې د ورځې تر پایه پورې ور ورسوي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې که په انتخاباتو کې یې د کوم کاندید یا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسئولینو له خوا د درغلیو شواهد ترلاسه کړل نو له درغلي کوونکو سره به جدي چلند وشي.
نور راوښيه