د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

چارواکي:انتخابات په یوه خوندي فضا کې ترسره شول


د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند سید انصاري
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند سید انصاري

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي چې د ولسي جرګې انتخابات په یوې خوندي فضا کې ترسره شول او کومې امنیتي ستونزې چې رامنځته شوې هغه د هغو په پرتله ډيرې کمې وي چې دوی یی آټکل کړی وه.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه مخکې ګڼ امنیتي تهدیدونه موجود وه، امنیتي چارواکي وايي چې دغه انتخابات د توقوع پرخلاف په ډیرې یوې خوندې فضا کې ترسره شول.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند سید انصاري د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په وروستیو شیبو کې د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې دوې د انتخاباتو د ګډوډولو په برخه کې د مخالفینو ګڼ پروګرامونه شنډ کړي دي او داسې یي زیاته کړه:

(د ملي امنیت موظفین په دې توانیدلې چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ۱۴ حلقې ماینونه کشف او شنډ کړي، ۱۹ کسان تروریستان مو نیولي دي او درې تنه چې په لوګر کې له موږ سره وسلواله نښته وکړه وژلي دي.)

نوموړي دا هم وویل چې په کابل کې يي د تروریستانو دوه ډلې نیولي دي چې غوښتل يي په ښار توغندي وتوغوي او دغه راز چاودیدونکي مواد پروان او یو شمېر نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

ښاغلي انصاري وړاندې وویل چې یواځې په ننګرهار کې يي د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ اوه حلقې ځای پرخای شوي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی هم په هېواد کې د انتخاباتو لپاره د جوړ شوي امنیتي پلان څخه ډیره خوښي څرګنده کړه او وویل چې د دغو ا نتخاباتو د امنیت لپاره هیڅ د بهرنیو ځواکونو مرستی ته اړتیا پېښه نه شوه:

(یو ځان وژونکې د ملي اردو د ځواکونو له خوا د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې مخکې له دې چې برید ترسره کړي ووژل شو.

په ځینو نورو ولایتونو او ولسوالیو کې هم بریدونه او چاودنې وشوې خو که د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره يي پرتله کړو ، نو ویلای شو چې ملکي تلفات مو ډیر لږ وه. ان د مقایسې وړ هم نه دي. له نیکه مرغه افغان امنیتي ځواکونه مو په دې وتوانیدل چې انتخابات په یوې خوندې فضا کې ترسره شی.)

افغان امنیتي ځواکونه وايي چې ځینې چاودنې، کوچني بریدونه او ځینې نورې امنیتي ستونزې په بلخ ، فاریاب ، بغلان ، کندز او ننګرهار کې رامنځته شوې وې خو په چټک ډول پر وخت مهار شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات په داسې حال کې ترسره شول چې د تېرو دوو میاشتو راهیسي د مخالفینو له خوا د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښونه کېدل او ان له خلکو څخه غوښتل شوي وه چې په دغو انتخاباتو کې ګډون ونه کړي خو افغان چارواکو په ځانګړې توګه د ولسمشر ویاند د ولسمشر په استازیتوب له ټولو افغانانو څخه مننه وکړه چې په جرِات سره يي په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړ.

خو دا چې په رښتیا هم دغه انتخابات څومره بریالي، د تخنیکي له پلوه څومره بشپړ او په رښتیا هم بې ستونزو وه دا به په راتلونکې کې څرګنده شي.

مجاهدجواد د ازادي راډیو کابل
XS
SM
MD
LG