د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هېواد له ټولو خلکو وغوښتل چې د شنبې په ورځ دې، د رايي ورکولو مرکزونو ته لاړ او د دوي رایې دې وکاروي.زیاته کړه چې، د رايي ورکولو ټولو مرکزونو ته یي شپیته فیصده ضروري مواد ور رسولي او څلویښت فیصده به، د جمعې د ورځې تر پایه پورې ور ورسوي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې که په انتخاباتو کې یې د کوم کاندید یا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسئولینو له خوا د درغلیو شواهد ترلاسه کړل نو له درغلي کوونکو سره به جدي چلند وشي.
د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ټینګول افغان دولت او نړېوالو ځواکونو ته تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي، خو د دغو ځواکونو چارواکي ډاډ څرګندوي چې دا انتخابات به په خوندي توګه ترسره شي.
د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وایي چې دا بنسټ به د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ د هېواد په څلور دیرش ولایتونو کې خپل څار پیل او د راېو تر شمېرلو تر پایه پورې به دوام وکړي.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او دې انتخاباتو ته ټول کاندیدان په شدت سره د خلکو د ملاتړ د را جلبولو لپاره د خپلو عکسونو یا پوسترونو په چاپ او د خلکو په مینځ کې د غونډو په جوړو بوخت دي .
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او دغه راز په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ښه روان دی او هڅه کیږي چې له هرډول درغلۍ پرته ترسره شي.
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو لپاره د سلګونو جعلي کارتونو د چاپ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. محمدیونس قانوني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې جعلي کارتونه په انتخاباتو کې د درغلیو امکان لا زیاتوي.
په سويلي حوزه کې د ټاکنو د کميسون مشر عبدالواسع الکوزي وايي چې په کندهار کې يوولس لکه کسانو نوم ليکنه کړي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې به پنځه لکه يوڅلويښت زره کسان رايه ورکړي .
سره له دې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته څه کم دوه اوونۍ پاتې دي، د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې لاپسې زور اخلي.
د پكتيا ولايت مېرمنې وايي چې له مركز ګردېز پرته، په نورو ټولو ولسواليو او كليوالو سيمو كې هيڅ كومې ادارې مېرمنو ته د انتخاباتو په اړه بشپړ عامه پوهاوى نه دى وركړى. ويل كېږي چې اكثريت پكتياوالې مېرمنې تر دې مهاله په دې نه دي خبرې چې د ولسي جرګې انتخابات په كومه نېټه تر سره كېږي.
د کندهار څخه ولسي جرګې ته ګڼ شمېر ښځينه کانديدانې وايي که چېرې د ښار او ولسواليو د ډاډمن امنيت لپاره ګامونه پورته نه شي نو د رڼو او شفافو ټاکنو تر سره کېدل ناشوني ښکاري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ښه روان دی او په دې برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته او همدارنګه د انتخاباتو د بهیر څارونکو ته د کارتونو ویشل دوام لري.
نور راوښيه