د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

قانوني:کاندیدان دې داسې ژمنې ورکړي چې بیا يي په وس کې وي


د افغانستان د ولسي جرګې ریيس محمدیونس قانوني
د افغانستان د ولسي جرګې ریيس محمدیونس قانوني
سره له دې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته څه کم دوه اوونۍ پاتې دي، د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې لاپسې زور اخلي.

د ولسي جرګې د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو په غونډو او تبلیغاتي پاڼو کې خلکو ته د ډیرخدمت او ډیرو کارونو د ترسره کولو ژمنې اورېدل کيږي او لیدل کیږي، خو د افغانستان د ولسي جرګې ریيس محمدیونس قانوني وایي چې، کاندیدان باید خلکو ته داسې ژمنې وکړي چې سبا یي د پوره کولو توان ولري.

قانوني دا خبره د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د پنځه کلنو فعالیتونو په هکله د یو نوي چاپ شوی کتاب د معرفي کېدو په غونډه کې وکړه:

(کاندېد وکیلان چې په خبرو راشي وایي، موږ تاسې سړکونه، روغتونونه، پوهنتونونه جوړوو او بې وزلي له منځه وړو، حال دا چې دا د یوه وکیل له توان څخه پورته کارونه دي ، که له داسې ژمنو ډډه وشي، حقیقت به خوندي وي.)

قانوني وویل کله چې دا ژمنې پوره نه شي، خلک پرملي شورا بې باوره کیږي او کاندید باید مخکې له مخکې دغه موضوع په ذهن کې ساتلي اوسي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په دې وروستیو کې، د (( نګاهی ستراتیژیک به خانه ملت )) ترعنوان لاندې یو کتاب چاپ کړی چې د ملي شورا فعالیتونو، ستونزو، نیمګړتیا و او پرمختګونو ته په کې په مفصله توګه اشاره شوې ده.

خلک هم وایي، د ولسي جرګې کاندیدان باید د رایو د جلبولو لپاره د خلکو له احساساتو څخه ګټه وانه خلي او داسې ژمنې ورته ورکړي چې، سبا یي د پوره کولو توان ولري، په دې هکله د کابل ښار یو تن اوسیدونکي محمدعارف ازادۍ راډیو ته وویل:

(ځیني کاندیدان د خلکو له احساساتو او ناپوهې څخه ناوړه ګټه پورته کوي دوي غواړي چې په دې ژمنو د خلکو رايي خپلې کړي او ځانونه ولسي جرګې ته ورسوي او بیا د خلکو د وینو په څښلو لاس پورې کړي)

ټاکل شوی ده چې د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې د میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شي. دې انتخاباتو ته شاوخوا دوه زره شپږسوه کاندیدان ولاړ دي او خلک هیله مند دي چې، راتلونکي ولسي جرګه د خلکو د داسې استازېو ځای اوسي چې، دوي ته په پوره صداقت خدمت وکړي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG