په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې روسیې او چین ته خبرداری ورکړ چې که په امنیت شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز د تمدید لپاره د امریکا طرح ویټو کړي نو په نړۍ کې د تروریزم له لومړي نمبر ملاتړکوونکي سره به یې مرسته کړې وي.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د اګست په شپږمه په یوه بیان کې وویل چې یوبل ډیپلومات ایلیوت ابرامز په موقتي ډول په دې دنده ګومارل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دا بندیزونه یې د دې لپاره اعلان کړل چې ایران له دغه صنعت څخه د بالستیک توغندو په جوړولو کې کار اخلي.
د ایران قضایي اداره وایي، هغه کس یې اعدام کړ چې متحدو ایالتونو او اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور پر مرګ محکوم شوی و.
لومړی هشتګ په ټویټر کې افغان وګړو د (اعدام مهکوئ) په نوم د درېیو ایراني وګړو د اعدام د سزا په عکسالعمل کې پیل کړ.
د ایران په دوو لویو ښارونو کې د هغو درېیو کسانو په پلوۍ لاریونونه وشول چې د تېرکال په لاریونونو کې د ګډون په خاطر په اعدام محکوم شوي دي.
د اعدام تر حکم وروسته په دې هشتګ « اعدام مهکوئ» میلیونونو ایرانیانو له ټولې نړۍ ټویټ وکړ، دا پيغامونه څو ساعته د نړۍ د ډېرو زیاتو ټویټرونو په کتار کې راغلل.
د ایران د پارلمان د مشر علي لاریجاني د کرونا ټېسټ هم په اپرېل میاشت کې مثبت وو، خو هغه بېرته روغ شو.
ولسمشرحسن روحاني په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ودونو او جنازو په څېر پر لویو غونډو د موقتي بندیز غوښتنه کړې، خو هغه په ایران کې د اقتصادي فعالیتونو د بندېدو د بلې دورې سپارښتنه نه ده کړې.
د دې شورا ویاند کیوان خسروي پرون د جمعې په ورځ وویل، د ځانګړو امنیتي دلایلو له کبله د دې پېښې علت او جزئیات اوس نهاعلانوي، خو په مناسب وخت کې به په دې اړه معلومات ورکړل شي.
متحده ایالات غواړي چې د امنیت شورا له لارې دا بندیز وغځوي، تهرانیې سخت مخالفت کوي. د دې بندیز لیرې کېدل له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون برخه ده.
د امریکا متحده ایالاتونو په رسمي ډول د امنیت شورا له ۱۵ غړیو هېوادونو غوښتي چې د ایران پر ضد بندیزونه تمدید کړي.
نور راوښيه