د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۲

ټویټر کې دوو سیاسي مسایلو د افغانستان او ایران وګړي سره متحد کړي


پر ټویټر د یوه افغان ټویټ
پر ټویټر د یوه افغان ټویټ

'طالبانو ته باج مه‌ورکوئ' او 'اعدام مه‌کوئ' هغه دوه هشتګونه دي چې د ایران او افغانستان زیات وګړي یې په ټویټر کې پر دوو سیاسي مسایلو متحد کړي دي.

'طالبانو ته باج مه‌ورکوئ' هغه هشتګ دی چې له پنجشنبې راهیسې په ټویټر کې ډېرو ایرانیانو کارولی دی.

لومړی هشتګ په ټویټر کې افغان وګړو د (اعدام مه‌کوئ) په نوم د درېیو ایراني وګړو د اعدام د سزا په عکس‌العمل کې پیل کړ.

پر ۲۵ کلن امیر حسین مرادي، ۲۷ کلن سعید تمجیدي او ۲۵ کلن محمد رجبي د اعدام د حکم خبر لومړی د دوی مدافع وکیل خپور کړ.

دوی د هغو ګڼو کسانو له ډلې دي چې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې په ایران کې د لاریونونو پر مهال نیول شوي وو.

د ایران عدلي او قضايي ادارو د تېرې سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې سترې محکمې د دغو کسانو د اعدام سزا تأیید کړې ده.

د دې پرېکړې په عکس‌العمل د ایران په څو ښارونو کې لاریونونه وشول او په ځینو هغو کې تاوتریخوالی هم شوی دی.

ګڼو افغانانو د اعدام د دې سزا خلاف خپل اواز پورته کړ او په ټویټر کې د 'اعدام مه‌کوئ' یا 'اعدام نکنید' هشتګ‌یې وکاراوه.

وروسته په سلګونه ایرانیانو له افغانانو سره د خواخوږۍ په هدف 'طالبانو ته باج مه‌ورکوئ یا به طالبان باج ندهید' هشتګ وکاراوه.

ایرانیانو د دې هشتګ په کارولو سره د طالبانو په ګڼو حملو کې د وژل شویو ملکیانو عکسونه خپاره کړي، د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د طالبانو په وړاندې جدیت خپل کړي.

د نمیرا په نوم یوې ایرانۍ پېغلې لیکلي، څوک مه‌اعداموئ چې له اعدام څخه بچ پاتې شوي کسان تاسو ته د انسانیت او ازادۍ قدر دروښيي.

د مهرنوش په نامه بلې ایرانۍ لیکلي، دا هشتګ د نصیر لپاره کاروم، زموږ یو افغان ګاونډی چې زما د ورور ملګری و، کله کله به زموږ کور ته راته، خو سوریې ته‌یې د جنګ لپاره ولېږه او هلته ووژل شو.

دواړو دغه هشتګونه کارولي 'اعدام مه‌کوئ' او 'طالبانو ته باج مه‌ورکوئ'.

افغانې هدیې عیسی‌زاده بیا د دوو ماشومانو عکسونه خپاره کړي چې وايي وروڼه‌یې دي او یو یې ۱۳ کلن و چې دواړه د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

ځینو نورو ټویټر کاروونکو بیا په ایران کې واکمن رژیم د طالبانو له رژیم سره پرتله کړی چې هغسې افراطي دریځ لري او د ازادۍ هر اواز غلی کوي.

رحمت‌الله یعقوبي له همدغو دوو هشتګونو سره لیکلي، د خامنه‌یي اسلامي جمهوریت د داعش او طالبانو له رهبرۍ ډېر بدل نه‌ښکاري.

په داسې حال کې چې دغه هشتګونه په زیاته پیمانه کارول کېږي، د ایران چارواکو ژمنه وکړه چې د نورو اعتراضونو په وړاندې به قاطعانه چلند کوي.

د پنجشنبې په ورځ پولیسو به بهبهان ښار کې د حکومت ضد مظاهره‌چیانو د تیت و پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

د ایران چارواکو په وروستیو نارضایتیو کې د ایران «دښمنان» په لاس لرلو تورن کړل او پولیسو پرون جمعه له خلکو غوښتنه وکړه، په هوښیارۍ له داسې راټولېدنو ډډه وکړي چې د انقلاب ضد غورځنګ ته د ورانکارۍ پلمه په لاس ورکوي.

XS
SM
MD
LG