د امریکا او سعودي عربستان چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو لخوا پر ایران د وسلو تحریم باید پر ځای پاتې شي څو په منځني آسیا کې د وسلو له پراخېدو څخه تهران منع شي.
د فرانسې د هوايي پېښو د تحقیقاتو اداره وايي، د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې د توربکس په اړه به تخنیکي کار راتلونکې اوونۍ په فرانسه کې پیل شي.
د ایران لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي براین هوک وویل، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي پرېکړه لیک د پام وړ دی، چې د ایران د اټومي پروګرام او په دغه پروګرام کې د شفافیت د نشتوالي په اړه یې جدي اندېښنې ولاړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مدیره پلاوي پرېکړه لیک له ایرانه غواړي چې له دې نړیوالې ادارې سره "بشپړه همکاري" وکړي او د دې ادارې درخواستونه له ځنډ پرته پرځای کړي.
د جون په پنځلسمه نېټه د دوشنبې په ورځ د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې رئیس یو ځل بیا له ایرانه وغوښتل چې هغو ځایو ته دې د څارونکو د ورتلو مخه نه نیسي چې دې هېواد په کې اټومي مواد ځای پر ځای کړي.
په دې راپور کې چې د روانې میاشتې په پای کې به رسماً خپور شي راغلي چې پر ځینو موندل شويو شواهد د ایران تجارتي نښې او یا په فارسي ژبه لیکنې لیدل شوې دي.
د ټلوېزیون دا ویاند محمد رضا حیاتي نومېږي، حیاتي په ایران کې د دولتي ټلوېزیون د کورنیو او بهرنیو خبرونو ویاند وو.
پېښه وړمه ورځ د ایران د مهریز، یزد په لویه لاره شوې او د افغانانو د سپرلۍ موټر د اور لمبه شوی دی.
ایران ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی براین هوک له یوه ډاکتر سره سویس ته تللی چې د دغه امریکايي وګړي هرکلی وکړي او هغه خپل هېواد ته ستون کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۳» رسنیو ته د یو وېډیو پیغام په استولو سره ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محسن بهاروند چې د ایراني پلاوي مشري کوي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره د جدي څېړنو ډاډ ورکړی.
د بریتانیا، جرمني او فرانسې حکومتونو د امریکا پر دې پرېکړه چې ایران ته د دې هېواد د اټومي پروګرام په تړاو ورکړی شوی معافیت یې ختم کړ، نیوکه کړې او د افسوس وړ ګام یې بللی دی.
له چین او امریکا څخه نوي روغتیايي شواهد ښيي چې په کرونا ویروس اخته داسې کسان هم شته چې د تنفسي ناروغۍ نښې نهلري.
نور راوښيه