د ایران د پارلمان دریم غړی هم د کرونا ویروس له کبله مړ شو.
د آزادي راډیو فردا څانګي د ایران د دولتي رسنۍ ایسنا خبري آژانس د راپور پر اساس لیکلي چې د ۵۹ کلن عیسی جعفري مړینه د جولای پر ۱۳ تایید شوې ده.
فاطمه رهبر او محمد علي رمضاني هغه دوه نور د پارلمان غړي وو چې په ایران کې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
د ایران د پارلمان د مشر علي لاریجاني د کرونا ټېسټ هم په اپرېل میاشت کې مثبت وو، خو هغه بېرته روغ شو.
د ایران د روغتیا وزارت د جولای پر ۱۳ وویل چې په دې هېواد کې ۲۵۹۶۵۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او د همدې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر څه باندې ۱۳ زره ښودل شوی دی.