د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل چې، كه د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو كانديدان د كمپاين له ټاكلي مودې څخه دمخه په دې كارلاس پورې كړي، د انتخاباتو خپلواك كميسيون به يې په هكله قانوني چلند وكړي:
"په دې برخه كې زموږ دريځ روښانه دى، د شكايتونو د اوريدلو كميسيون فعاله دى. كميسيون د خپل صلاحيت له مخې دوى ته يادونه كوي چي له ټاكلې نېټې دمخه دې كمپاين نه كوي، كه دا كار وكړي، د شكايتونو د اوريدلو كميسيون به يې نوم د كانديدانو له لست څخه وباسي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون، د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو لپاره دكمپاين نېټه، د روان كال د جوزا د مياشتې له شپږويشتمې څخه د اسد د مياشتې تر شپږويشتمې پوري ټاكلې ده، خو په دې برخه كې يو لړ شكايتونه اورېدل كيږي چې ځينو كانديدانو د كمپاين له ټاكلې نېټې څخه دمخه كمپاينونه پيل كړي دي. د انتخاباتو كميسيون دا كار له قانون څخه سرغړونه گڼي.
د افغانستان د جمهوري رياست انتخاباتو ته څلور څلوېښتو تنو ځانونه كانديد كړي دي، خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د شكايتونو د اورېدلو څانګه وايي چې د ټولو كانديدانو د اسنادو او د دوى پرضد د رسمي شكايتونو څېړل پيل شوي او وروستى لست به يې د جوزا د مياشتې په دوه ويشتمه نېټه اعلان شي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون په داسې حال كې له كانديدانو څخه د كمپاين په برخه كې د قانون مراعتول غواړي چې همدا اوس په ځينو ځايونو كې يو شمېر كانديدانو خپل عكسونه او كړنلارې، د موټرو پر ښيښو او دېوالونو لګولي دي.