د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۱

دفاع وزارت: افغان ځواکونو د انتخاباتو د امنیتي پلان د پلی کولو لپاره خپل تمرینونه پیل کړل

د دفاع وزارت وايي ، د دغو تطبیقاتو په رڼا کې يې د قومندانیو، قول اردو ګانو او زون پولیسو لپاره بېلابېلې خیالي سناریوګانې جوړې کړي
د دفاع وزارت وايي ، د دغو تطبیقاتو په رڼا کې يې د قومندانیو، قول اردو ګانو او زون پولیسو لپاره بېلابېلې خیالي سناریوګانې جوړې کړي

د دفاع وزارت د اوپراسیون ريیس جنرال شیر محمد کریمي وویل، چې دا تمرینونه به روښانه کړي، چې د امنیتي ارګانونو چمتوالی په کوم حد کې دى او په څه ډول کولى شي د مخالفینو د حملو په وړاندې غبرګون وښي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د امنیت لپاره د تیاریو په لړ کې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې افغان ځواکونو د خپلو امنیتي پلانونو د پلې کولو په هدف ګډ تمرینونه پیل کړي دي.

جنرال شیر محمد کریمي، چې د یکشنبې په ورځ يې د دغو تمرینونو له پرانستلو وروسته د کورنیو چارو د وزارت له امنیتي مرستیال سره په ګډه یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، چې دوې د دغو تمرینونو لپاره ځینې سناریو ګانې هم جوړې کړې دي.

"د دغو تطبیقاتو په رڼا کې مونږ قومندانیو، قول اردو ګانو او زون پولیسو ته بېلابېلې خیالي سناریوګانې جوړې کړي، که چیرې کوم مشکل پیدا شي د قطعاتو عکس العمل به څه وي.

فرض کړه په یو مرکز باندې حمله کیږي، انتحاري حمله او یا هم د توغندي حمله کیږي پولیس او اردو باید څه وکړي؟"

جنرال کریمي وویل، چې دوې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې له بیلابیلو امنیتي ادارو، نړیوالو ځواکونو، د ملګرو ملتونو او د انتخاباتو د خپلواک کمسیون له استازو سره امنیتي غونډې جوړوي څو خپل پلانونه لا هماهنګه کړي.

د دفاع د وزارت د اوپراسیون مشر دا هم وویل چې دوی د چارو د لا ښه سمون لپاره په ولایتونو او زونونو کې هم د هماهنګۍ مرکزونه پرانستي دي، چې په کې د نړیوالو ځواکونو د استازو تر څنګ د یوناما او د انتخاباتو د خپلواک کمسیون استازي هم موجود دي.

په عینې حال کې د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال جنرال منیر منګل وویل، چې هڅه کوي د همدغو ګډو پلانونو په پلي کولو سره د انتخاباتو او د نړیوالو څارونکو امنیت خوندي کړي.

"مونږ هڅه کوو چې د دفاع د وزارت له مشرتابه سره خبرې وکړو څو دوې د نړیوالو څارونکو په امنیت کې هم خپل رول ولوبوي.

مونږ هیله مند یو چې د دغو وړتیاو په پام کې ساتلو سره د دې توان ولرو چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو دویم کمپاین هم خوندي کړو."

د انتخاباتو د امنیت لپاره دا تمرینونه په داسې حال کې پیل شوي، چې همدا اوس پخپله د چارواکو په وینا په هېواد کې شاوخوا لس داسې ولسوالۍ موجودې دي، چې د حکومت له کنټروله وتلي او د وسلوالو په لاس کې دي.

خو ښاغلي کریمي وویل، چې د اوس لپاره دوی د دوو ولسوالیو د بېرته نیولو په پلان کار کوي خو د هغه په وینا دا دومره جدي مسئله نه ده چې د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG