د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۱

سیاسي ګوندونه: شفافو او عادلانه انتخاباتو ته شرایط نه دي برابر

په کابل کې یوشمیر سیاسي ګوندونو انديښنه ښودلې چې په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کولو ته پوره زمینه نه ده برابره.


دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو وروستۍ لیست خپور کړی.
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر او د ولسي جرګې غړي سید اسحق ګیلاني غونډې ته په وینا کې په ځینو سیمو کې ناامني او د زورورو کسانو حاکمیت په افغانستان کې د انتخاباتو په وړاندې تر ټولو ستر خنډونه وبلل.

هغه وویل ددغو ستونزو له امله به ډیر خلک په انتخاباتو کې له رایې ورکولو بې برخې شي.

نوموړي همداراز د ولسمشر حامد کرزي په ادارې تور ولګاوه چې له حکومتي ارګانونو نه د ښاغلي کرزي د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه اخلي:

" اکثره دولتي ارګانونه او جګپوړي چارواکي له ډیرې مودې راهیسې د ولسمشر په انتخاباتي کمپاین لګیا دي. دا په خپله له قانون څخه څرګنده سرغړونه او په نامشروع توګه د قدرت دوام دی. والیانو او ولسوالانو ته د ولسمشر د انتخاباتي کمپاین د پرمخ بولو لپاره ډیرې پیسې ورکول کیږي."

پخوا هم ځینو سیاسي ګوندونو او د ملي شورا غړیو د ولسمشر حامد کرزي په حکومت ورته تورونه لګولي و. همداراز د جنوبي او ځینو نورو نا امنو ولایتونو استازیو اندیښنه ښودلې وه چې د سیمو خلک به یې په پوره توګه په انتخاباتو کې ونډه وا نه خلي .

خو د ولسمشر حامد کرزي د دفتر چارواکي دا تورونه په کلکه ردوي چې ګنې په انتخاباتو کې له دولتي ادارو د کمپاین لپاره ګټه اخیستل کیږي.

د جمهوري ریاست د پالیسۍ ربیس صبغت الله سنجر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

" موږ دغه تورونه په کلکه ردوو. نه یوازې پخوا، بلکې نن او په راتلونکې کې به هم د افغانستان د دولت مامورین د ولسمشر له حکم سره سم هیڅکله حق و نه لري چې په انتخاباتي کمپاین کې ګډون وکړي. موږ او زموږ مامورین، له لوړو مقاماتو نه تر ټیټ پوړیو پورې ، له وزیرانو نه تر ولسوالانو پورې هیڅ کله دا حق نه لري چې د کوم چا په ګټه په انتخاباتي کمپاین کې ګډون وکړي."

ښاغلي سنجر همداراز له انتخاباتو سره د ځینو سیاسی ګوندونو د بایکاټ د خبرداري په اړه وویل، سیاسي ګوندونه باید په انتخاباتو کې برخه واخلي او خلکو ته یې د یوې ملي پروسې په توګه ور وپیژني.

په کابل کې یو شمیر سیاسي ګوندونه په داسې حال کې د انتخاباتو د شفافیت په اړه خپله اندیښنه ښيي، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو وروستی لیست خپور شوی دی او ټاکل شوې چې د جوزا د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه انتخاباتي کمپاین هم په رسمي توګه پیل شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG