په كابل كې د يوناما يا د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر وياند هيله وښودله، چې نړېوال څارونكي به د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د دوېم دور څارنه هم وكړي.
ډاکټرعبدالله له فاکس نیوزټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، د اوسني حالت د بدلولو لپاره په هېواد کې د نړیوالو سرتېرو په شمېر کې زیاتوالي ته اړتیا شته.
د حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين وياند خبريالانو ته وويل، دوى به هڅه وكړي، چې په خپلې انتخاباتي مبارزې كې د خلكو د لا ډير ملاتړ ترلاسه كولو لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ كې غونډې جوړې كړي.
د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې چارواكي وايي، امكان لري د جمهوري رياست په دويم دور كې هم ستونزې موجودې وي خو په كار ده چې له تيرو درسونو نه ګټه واخيستل شي.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وایي په دوهم ځلي انتخاباتو کې د بري په صورت کې به یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي خو په دې اړه یې زیاتې څرګندونې ونه کړې.
دا په داسې حال كې ده، چې، جمهوري رياست ته د دوو كانديدانوانتخاباتي كمپاينونه هم پيل شوي دي، خو خلك د دوهم ځلي انتخاباتو په هكله، په وېره او اندېښنه كې دي.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د نړیوالو فشارونو وروسته له دوهم ځلي انتخاباتو سره موافقه وکړه خو دا لا نده څرګنده چي د عقرب د ۱۶ می انتخاباتو وورسته به په افغانستان کی ثبات ټینګ شي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې پدي اړه یوه تحلیلي مقاله لیکلي چي مهمي برخي به یي له جان آقا الکوزي نه واورو:
د افغانستان د انتخاباتو د رسنيو كميسيون يوځل بيا په هېواد كې له ټولو دولتي او غير دولتي رسنيو څخه وغوښتل، چې د جمهوري رياست د دويم پړاو تر انتخاباتو دې د دواړو كانديدانو لپاره په مساوي توګه كمپاين مخې ته يوسي.
د ملګروملتونو عمومی منشی بانکی مون وویل، په انتخاباتوکې درغلی اولاس وهنې نه پریږدي چی یوې سالمی ډ یموکراسۍ ته درسیدو په برخه کې افغانان خپلو حقونوته ورسیږي.
د افغانستان د دفاع او كورنيوچارو د وزارتو چارواكي وايي، چې د دوهم ځل انتخاباتو د امنيت لپاره جدي تدابيرلري او په دې برخه كې لومړۍ درجه احضارات يا امادګي نيول شوي ده.
د بریتانیا صدراعظم ژمنه وکړه چی بریتانوي ځواکونه به په افغانستان کی د انتخاباتو د دویم پړاود ترسره کیدو لپاره د امنیت په تامین کې ونډه واخلي.
د افغانستان په انتخاباتو كې د ولسمشر كرزي سيال ډاكټر عبدالله هم د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د پريكړې هركلې وكړ.او ویې ویل له دې پریکړې وروسته د دویم پړاو انتخاباتو لپاره چمتوالی اعلانوي.
نور راوښيه