د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

عبدالله: د کرزي واک د جګړې برى ناشونى کوي


عبدالله وايي د حالت د بدلون لپاره د نړيوالو سرتېرو د شمېر زياتېدل مهم دي
عبدالله وايي د حالت د بدلون لپاره د نړيوالو سرتېرو د شمېر زياتېدل مهم دي

ډاکټرعبدالله له فاکس نیوزټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، د اوسني حالت د بدلولو لپاره په هېواد کې د نړیوالو سرتېرو په شمېر کې زیاتوالي ته اړتیا شته.

ډاکټرعبدالله له فاکس نیوزټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، د اوسني حالت د بدلولو لپاره په هېواد کې د نړیوالو سرتېرو په شمېر کې زیاتوالي ته اړتیا شته. ده زیاته کړه چې له اتو کالو جګړې وروسته افغانستان اوس باید په داسې یوه موقف کې وای چې د سرتېرو د کمولو غوښتنه يې کولای، نه د زیاتولو. ده د دې ناکامۍ ملامتي د افغانستان پر اوسني حکومت واچوله.

عبدالله وویل، ترهغه وخته چې حامدکرزی په واک کې وي د جګړې د بري لپاره هلې ځلې به له ستونزو سره مخامخ وي، خو که دی په انتخاباتو کې ګټونکی شي، نو نړیواله ټولنه به په افغانستان کې یو ډاډمن شریک او همکار ولري. ده همداراز وویل چې له کرزي سره د قدرت د شریکولو معاملې ته، نه دی چمتو.

ډاکټرعبدالله په دوهمه دوره انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره له انتخاباتو مخکې، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشرتابه د بدلون غوښتنه تکرار کړه.

عبدالله له یو بل امریکايي ټلویزیوني چينل، CNN سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي به په کابل کې د یوه ډاډمن همکار له واکمنۍ پرته بریالۍ نشي.

خو ولسمشرحامدکرزي په مقابل کې په یوه جلا ټلویزیوني مرکه کې د یو ډاډمن همکار په توګه پر لویدیځ شک څرګند کړ، داسې پوښتنې يې وکړې، آیا امریکا د افغانستان یو ډاډمن شریک دی؟ آیا لویدیځ د افغانستان ډاډمن همکار دی، آیا هغه ژمنې چې دوی کړي موږ ته راکړل شوې دي او آیا له موږ سره د یوه همکار او شریک په توګه چلند شوی دی؟ کرزي د خپلو څرګندونو په دوام وویل، شراکت د ده له نظره دا دی چې د افغانانو ژوند ته درناوی وشي، د افغانانو شتو او دودونو ته درناوی وشي او شراکت هغه دی چې موږ پوه شو چې موږ پرکومه خوا روان یو.

ښاغلي کرزي هم د قدرت د شریکولو احتمال رد کړ او ویې ویل چې دوهمه دوره انتخابات باید وشي. ده زیاته کړه، که انتخابات ونشي نو دا به ډیموکراسۍ او د افغانانو رايې ته سپکاوی وي.

په همدې حال کې د امریکا څو مخکښو سناتورانو ویلي دي دا چې د حامدکرزي په مشرۍ راتلونکی حکومت به افغانستان د ثبات خواته بوزي کنه یوه نامعلومه پوښتنه ده.

له دې ډلې یو ډیموکرات سناتور بېن نېلسون دی چې وايي، د امریکا حکومت بله هېڅ چاره نلري مګر دا چې د کرزي د بریالیتوب په صورت کې، له بیاانتخاب شوي حکومت سره د فساد د جرړو په اېستلو، د یوه اغېزمنې ادارې په رامینځ ته کولو، او خلکو ته د اړتیاوړ خدماتو د وړاندې کولو په چاره کې ګډ کار وکړي.
XS
SM
MD
LG