د افغانستان ولسمشر د پنجشنبى په ورځ د جمهوري رياست په ارګ كې د دوهم ځلي انتخاباتو د تيارېو لپاره، له لوړ رتبه امنيتي مشاورينو او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له مسئولينو سره يوه غونډه وكړه.
د غونډې د بحث موضوع، د انتخاباتو لپاره د ضروري موادو پر وخت برابرول او په كې د خلكو د ګډون موضوع وه.
په هغه اعلاميه كې، چې د جمهوري رياست له ارګ څخه خپره شوی راغلي، چې ولسمشر ټولو امنيتي ارګانونو ته نوى سپارښتنه كړی ده، چې د انتخاباتو ترسره كېدو ته دى، بشپړ امنيتي تدابير ونيسي.
په غونډه كې د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو ډاډ وركړى، چې، انتخاباتو ته يې د هېواد په مركز او ولايتونو كې امنيي پلانونه ترتيب كړي دي.
داهم ويل شوي دي، چې، په دغو هلوځلو كې له دوی سره، د راېو وركولو د مركزونو په خوندي ساتلو كې بهرني ځواكونه هم مل دي.
د افغانستان د انتخاباتوخپلواك كميسيون ويلي دي، چې، دوى يوځل بيا مجبورشول، چې ستونزې وګالي او په روانو سختوشرایطو كې د هېواد ليري پرتو سيمو ته، چې په زرګونه رايې وركوونكي په كې دي، لوژیستيكي مواد ورورسوي.
د جمهوري رياست تېرانتخابا ت، چې د زمري د مياشتې په نهه ويشتمه ورځ ترسره شول، شاوخوا يولكوشپيته زره تنه ورته استخدام شوي وو.
خو دا ځل په پام كې ده، چې، دغه شمېره كمه شي.
خو خلك وايي،دا ځل بايد د انتخاباتو د كميسيون كاركوونكي له پخواڅخه زيات دقت اوهڅه وكړي، چې په انتخاباتو كې، نه درغلۍ وشي او نه په كي تخنيكي ستونزې رامنځته شي.